افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: تمه لرو د مسکو ناسته به په افغانستان کې د سولې له تامین سره مرسته وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، تمه لري‌ چې د مسکو درې ورځنی کنفرانس به په افغانستان کې د سولې له تامین او د جګړې د شدت له کمېدو سره مرسته وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده «ماریا زاخاروا» وایي، د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو درې ورځنی کنفرانس جوړېږي، چې د طالبانو او حکومت تر څنګ د چین، قطر، پاکستان او امریکا استازي هم ورته بلل شوي او د پخلاینې عالي شورا د رییس او پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» په ګډون یو شمېر سیاسي مشران هم‌ ښایي برخه پکې ولري.

نوموړې وړاندې زیاته کړې، چې یاده ناسته به درې ورځې دوام لري او په دې موخه رابلل شوې، چې د افغانستان د سولې پروسې له پرمختګ سره مرسته وکړي او په یاد هیواد کې د جګړې د شدت کچه راټيټه کړي.

د زاخاروا په خبره، تر درې ورځني کنفرانس وروسته به د ټولو لورو یوه ګډه اعلامیه هم‌ خپره شي.

مسکو داسې مهال د افغان سولې په تړاو ناسته جوړوي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې له بن بست سره مخ شوې ښکاري او تر څنګ یې د بهرنیو ‌پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا مبهم دریځ د دوحې توافقنامه له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې.

امریکا وایي، د دوحې ناستو پایله نه ده ورکړې او غوره به دا وي چې په ترکیه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي، تر څو د سولې موضوع یوه اړخ ته کړي.

کابل حکومت لا هم په دې ناسته کې د ګډون او یا نه ګډون پرېکړه له رسنیو سره نه ده شریکه کړې؛ خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، مشورې یې روانې کړې دي او ژر به یې په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx