
د فاریاب ولایت المار ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د هیواد په شمال کې د فاریاب ولایت اړوند «المار» ولسوالۍ له اوږدې کلابندۍ وروسته د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.
یو شمېر امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې المار ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او په یاده ولسوالۍ کې د محاصره عسکرو له ډلې یوازې ۴۰ تنه یې په تېښته بریالي شوي او ځانونه یې په سیمه کې شته یو بل نظامي مرکز ته رسولي دي.
د فاریاب والي «نقیب الله فایق» هم خبرونه تاییدوي او په خبره یې، عسکرو له یادې ولسوالۍ څخه تکتیکي په شاتګ کړی دی.
ورته مهال د فاریاب د ولایتي شورا رییس «طاهر رحماني» وایي، ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او په ولسوالۍ کې محاصره شپېته تنو عسکرو ته یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب اجازه ورکړې، چې سیمه پرېږدي.
المار ولسوالۍ چې له اوږدې مودې راپدېخوا د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وه، ګڼ شمېر عسکر پکې محاصره و، چې د کورنیو غړو یې تېره ورځ د فاریاب په مرکز کې لاریون کړی وو او له حکومت یې غوښتل چې په المار کې د محاصره عسکرو حالت ته پاملرنه وکړي او له طالبانو یې وژغوري.
تېره ورځ ماسپښین مهال ددې ولسوالۍ امنیه قومندان «امین الله پتنګ» هم له یو شمېر وسلو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی وو.
د غني اداره په خپله خوښه واک نه سپاري،،، ښه به همدا وي چې د واک کړی یې راتنګه او اریانا چوک کې ایسار/ګیر کړل شي،، ان شا، الله.
TORRI WAHA BARAY BA MOMI
KA BARAY NA WE TALIB TAL SHAHADAT TA ZEENNA