افغانستان

سيګار: د امريکا جنګي قراداديانو په وتلو افغان پوځ ويجاړېدای شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» ويلي، د امريکا د زرګونو جنګي قراداديانو په وتلو افغان پوځ ويجاړېدای شي.

د سيګار مشر جان ايف سوپکو په واشنګټن کې د نړيوالو او سټراټيژيکو څېړنو مرکز کې يوې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، که د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون له مخې ټول بهرني قردادي عسکر له افغانستانه ووځي، ښايي افغان پوځ هم ورسره ويجاړ شي.

د تېر ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې بايد د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې د ټولو بهرنيو پوځيانو سربېره ټول قرداديان هم له افغانستانه ووځي.

جان سوپکو ويلي، د تېر کال تر اکتوبر مياشتې په افغانستان کې د شپږ زرو امريکايانو په شمول اتلس زره بهرني قرارداديان وو.

د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ تر پايه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شوی دی.

رویټرز خبري اژانس په خپل رپوټ کې ويلي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې بايد ټول بهرني پوځيان ووځي، خو اوس د ټولو سترګې د ولسمشر جو بايډن پر لور دي، چې هغه به خپل پاتې ۲۵۰۰ پوځيان له افغانستانه وباسي که نه او په دې لړ کې د قراداديانو وتل تر ډېره له پامه غورځول شوي دي.

د امريکا قرادادي ملېشې په افغانستان کې

جان سوپکو دغې انلاين غونډې ته ويلي، افغان حکومت د خپلو پوځيانو په روزنه کې تر ډېره د بهرنيو قرداديانو په مرسته او همکارۍ ولاړ دی او که چېرته ټول بهرني قرداديان له افغانستانه ووځي، نو ښايي دا کار د افغان پوځ د ويجاړېدو په معنا تمام شي.

د سيګار مشر اندېښنه ښکاره کړې، چې د بهرنيو قرداديانو په وتلو به افغان حکومت کمزوری شي او ښايي د امريکا ملي ګټې هم له ګواښ سره مخ شي.

د سيګار په رپوټ کې دا هم ويل شوي، چې له سولې وروسته د امريکا د مالي ملاتړ کمېدل به هم د کابل حکومت پوځ له خطر سره مخ کړي.

د سيګار مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د کابل حکومت مشر اشرف غني ته په يوه ليک کې خبرداری ورکړی و، چې د سولې بهير چټکتيا لپاره ګامونه پورته کړي او دا يې هم ورته ويلي، که په راتلونکي کې امريکا له افغان پوځ سره مالي ملاتړ وکړي، ښايي دا نور هم د جګړې د زياتېدو لامل شي.

بلينکن اشرف غني ته خبرداری ورکړی، که د زلمي خلیلزاد له طرحې سره سم د سولې بهیر چټکتيا لپاره کار ونه کړي، ښايي د طالبانو بریدونو او جګړې ته تنها پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x