افغانستان

ملا ضعیف: په دیني مدرسو بریدونه بې باوري نوره هم ډیروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د سولې فعال او پخواني افغان دیپلومات ملا عبدالسلام ضعیف د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا پر یوې دیني مدرسې برید او د لسو تنو حافظانو د «شهادت» پېښه غندلې او دا کار یې په هېواد کې د بې باورۍ د واټن زیاتېدو لامل بللی دی.

ملا عبدالسلام ضعیف دا څرګندونې په خپلې ټویټر پاڼې کړي او په لاس تړلې توګه د مدرسې د «تنکیو» زده کوونکو «بې رحمانه» شهادت یې پر ښوونیز ډګر برید او «دردوونکی» انځور بللی دی.

نوموړي په اوسني «حساس» وخت کې له علماء کرامو او دیني مدارسو دا ډول چلند ددې لامل بللی چې د هېواد حالت نور هم منفي لور ته بوزي او د بې باورۍ واټن زیات کړي.

ملا عبدالسلام ضعیف ددې پېښې د غندلو ترڅنګ غوښتنه کړې چې د دې او دېته ورته بردیونو څخه په «جدي» توګه مخنیوی وشي.

تیره شپه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په «ټټنګ» سیمه کې پر یوې دیني مدرسې د صفر یو قطعې لخوا شپني عملیاتو په ترڅ کې د یو ډاکټر، یو کلیوال او د مدرسې د یو استاد په ګډون د قران کریم ۱۰ تنه حافظان شهیدان شوي او د مدرسې ودانۍ هم سختې زیانمنې شوي.

په تیرو اتو ورځو کې دا دویم ځل دی چې دولتي عسکر دیني مدرسې او روحاني غونډې تر بریدونو لاندې نیسي.

تیره پنجشنبه(۱۴ کب، ۱۳۹۹ل) هم دولتي عسکرو د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ په «ریګي» سیمه کې د دستاربندۍ مراسمو باندې هوايي برید کې د قران کریم ۳ تنه حافظان «شهیدان» او څلور نور ټپيان کړي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ننګرهار او نورو ولایاتو کې په دیني مدرسو او جوماتونو شپني عملیات او هوايي بریدونه کوي، بلکې تردې وړاندې د ننګرهار، تخار، کندوز، نیمروز او فراه په ګډون د هېواد مختلفو برخو کې دیني مدرسې او جوماتونو د دولتي عسکرو لخوا په نښه شوي دي.

کابو څلور کاله مخکې(۱۳ حمل، ۱۳۹۷ل) د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په «لغمانیو» کلي کې دولتي الوتکو په دارالعلوم هاشمیه مدرسه د دستاربندۍ په مراسمو هوايي برید وکړ، چې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ تنو د قران کریم حافظانو او طالبانو په ګډون ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

د نن نه پس به دا خونخواره لېوان د کفر ١، کفر ٢ او کفر ٣ په نومونو یادوو۔ الله عزوجل دې په دنیا او آخرت کي وشرموي. اې قادر الله ته یې تباه او برباد کړﺉ۔

طوطی

سره له طالبانو آمین.

طوطی

مولوی عبدالصمد زمونږه د کورنی غړی یو وخت چی غوښتل یی پی یوې غیر سیاسی جرګی کی شرکت وکړی، په لاره ورسره یو کس مسلح حتمآ به طالب وه یو ځای شو. عبدالصمد بیچاره هغه ورځ غونډی و نرسید او په لاره باندی بی پلوته الوتکی شهید کړ سره یی له ملګرو. دی دارالحفاظ ته به هم کوم طالب ننوتی وه نو ځکه طیارو پری بمبارد کړی. او کچیری قصدآ دا کار شوی وی نو الله د دوی تباه کړی. طالبان هم خپلو انتحاریو کی بی ګناه کسان شهیدان کړی چی شمیری له سلهاو زیاد دی. الله دی ولس د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx