افغانستانسولې اړوند خبرونه

کابل حکومت مسکو کې جوړېدونکې  ناستې ته  پلاوی لېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، حکومت لیوالتیا  لري چې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناستې ته پلاوی ولېږي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه تن چارواکي رسنیو ته ویلي، چې حکومت د روسیې په پلازمېنه کې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو جوړېدونکې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې او په راتلونکو څو ورځو کې به په دې ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي نومونه څرګند کړي.

د روسیې درې ورځنی کنفرانس چې تمه ده د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه نېټه په مسکو کې جوړ شي، د امریکا، قطر، چین، پاکستان، کابل حکومت او طالبانو استازي ورته بلل شوي او تمه ده د هغوی تر  څنګ یو شمېر افغان سیاسي مشران هم برخه پکې  واخلي.

روسیه وايي، یاد کنفرانس یې د افغانستان د سولې پروسې د چټکوالي او د جګړې د شدت د کمولو په موخه رابللی او تمه ده په دې برخه کې مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سلاکار «باري سلام» بي بي سي ته ویلي « دولت لېوال دی چې دې غونډې ته استازي معرفي کړي، خو تر اوسه مشخص نه ده چې څوک به وي، خو په ټوله کې موږ دا مسئله تائیدوو او په یوه یا دوو راتلونکو ورځو کې به ښکاره شي چې د حکومت له لوري به کوم کسان په دې غونډه کې ګډون وکړي.»

دغه ناسته داسې  مهال جوړېږي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پروسه له بن بست سره مخ ده او د میاشتو په تېرېدو لا هم پکې جوت پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

د امریکا د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت وایي، ددې بن بست د ماتولو لپاره اړینه ده چې په ترکیه کې د کابل حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د لوړې کچې ناسته جوړه شي او د سولې موضوع یو طرف ته کړل شي.

امریکا ددې تر څنګ په کابل کې  د مؤقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی او ټینګار کوي، چې د سولې بهیر باید چټک کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدظاهر حلیمی

روسیه کې ناسته دافغانانو لپاره ګټوره ده ځکه روسیه دتوان لا آمله یو ځواکمن هېواد دی که افغانان دځیرکتیا څخه کارواخلی کولی شی چې دخپلې خوښې افغان شموله نظام جوړاو روسې ملاتړترلاسی کړی چې دنړی او سيمې هېوادونو په کچه ستراعتبارلری اوامریکې اوپاکستان له فشارونو پراته به افغانان دمقتدرنظام خاوندان شی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx