افغانستانسولې اړوند خبرونه

«سیاستوال او غني د ترکیې د ناستې په  تړاو هوکړې ته نه دي رسېدلي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې  امریکا د روانې میاشتې په وروستیو کې  په ترکیه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د لوړې  کچې یوې ناستې د جوړېدو وړاندیز کړی، د کابل حکومت مشر «اشرف غني» يې په تړاو له سیاسیونو سره سلا مشورې کړې؛ خو ناسته پرته له دې چې هوکړه پکې وشي، پای ته رسېدلې.

تېره ورځ په ارګ کې اشرف غني له دوستم، سیاف، کرزي، یونس قانوني، عبدالله عبدالله، میر رحمان رحماني، فضل هادي مسلمیار او نورو سیاسیونو سره ناسته کړې، چې د ارګ د خبرپاڼې په بنسټ، په دوران کې يې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت د ښه والي او د سولې لپاره د ملي اجماع د جوړېدو په اړتیا ټینګار شوی.

ورته مهال طلوع نیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې سیاسیون او غني په دې ناسته کې لا هم دې هوکړې ته نه دي رسېدلي، چې د ترکیې په ناسته کې به ګډون کوي که نه؟

دغه ناسته چې د امریکا له لوري وړاندیز شوې ښایي، د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د ترکیې په استانبول کې راوبلل شي او په دوران کې يې د افغان سولې په تړداو داسې جدي پرېکړې وشي، چې یاده موضوع یوه لوري ته کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په کابل کې له غني غوښتي، چې یاده ناسته کې ګډون کوونکي استازي وروپېژني.

ورته مهال ترکیه وایي، د افغان سولې په پروسه کې منځګړیتوب ته تیار دي او افغانستان ورته ارزښت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

دغو شومو څېرو او ځينو نورو چي دې غونډه ته نه دي ورغلي ګران افغانستان او د دې هيواد خلک دې اوسني بد حالت ته راورسول. مخونه دې پرته سي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx