نظــر

عدم انسلاك (ناپيلتوب) د افغانستان د خپلواکۍ، تاریخي او عنعنوي ضامن

عبدالغفار سربڼ

مخکې له دې چې دغه هېره شوې موضوع له نږدې وڅېړو لازمه ده چې د بېطرفۍ او ناپيلتوب تاریخي پس منظر ته لنډه کتنه وکړم.

زمونږ دغه ټاټوبی چې په دغه وچه کې پروت دی، داسې یوه جغرافیه لري چې خپل تاریخي او ماقبل تاریخي شتون یې په خورا ستونزمنو پيښو او چاپيریال کې تېر کړی دی.
د بډای هند په مخکې پرته وچه، هر چا چې د هند د نیولو تکل کړی نو زمونږ له سیمې تېریدل یې ضروري ګڼل کیدل او که هند کې کوم واکدار د منځني ختیځ یا منځنۍ اسیا د استیلا قصد کړی، نو بیا هم باید په همدې لار تیر شوی وای، په یو عبارت دغه هیواد د هند د ګنجونو او خزانو دروازه بلل کیدله.

ددې هیواد چار چاپير او ګاونډ کې کم له کمه له دوه نیم زره کاله را پدې خوا سترې امپراطورۍ جوړې شوې او ړنګې شوي دي. دغو ځواکمنو دولتونو په یوه او بله توګه زیار کښلی چې د افغاستان خاوره لاندې کړي او یا دلته د خپل کوم لاسپوڅي حاکم په واک راولي خو دغه کوښښونه له ماتې سره مخامخ شوي او هغو چې دا خیال کړی له خپل کار نه پښيمانه شوي دي.

که ددغو امپراطریانو نومونه یاد کړو نو زمونږ د پلرونو نیکونو او د هغوی د استقامت او استوارۍ په قدر باندې به چې ددې هیواد د خپلواکۍ لپاره یې ترسره کړې دي؛ ښه خبر شو.

هندي واکداران لکه اشوکا هند کې، ساسانیان فارس کې، اسکندر مقدوني رومي، تورانیان شمال کې، وروسته کله چې د اسلام رڼایي راغله. خوارزمي او د غز د ترکانو او سلاجقو واکداري.

چنګیز بیا تیمور ګوډ، همدارنګه نور مغولي یرغلګر واکداران لکه بابر، د رافضي صفویانو واکداري، هندوستاني مغولي واکداري، بیا د انګریز یرغلګره واکداري پر هند، د روسانو بلشویک امپرطوري، نن سبا د ۵۵ هیوادونو یرغل او جغ د امریکې په مشرۍ.

د دغو ټولو زبر ځواکونو سره د دغې خاورې خلک د استقلال له پاره جنګیدلي دي او خپله خپلواکي یې تر ډېره حده ساتلې ده، فقط له یوه لښکر سره پس له څو ځلې جګړې له جګړو نه لاس اخیستی دی او هغه د اسلام لښکر و.

هغه په دې دلیل چې مسلمانانو نړۍ ته د ایمان دعوت په سوله او خبرو ورکاوه او له مونږ سره چې څوک په خبرو د ستونزو حل ته کیني نو مونږ جګړه نه کوو، کله چې اسلام په رضا کارانه ډول خپور شو خلک افواج افواج مسلمانان شول او بیا وروسته دوی پخپله د اسلامي لښکر جز وګرځيدل.

یاد شوي امپراطوریان تل د خاورو د نیولو پر سر او د خاورو د ساتلو پر سر له یو بل سره په اخ و ډب اخته و کله کله به داسې حال راغی چې له افغانانو به دا غوښتل کیده چې د دوی په کشمکش کې ځان شریک کړي خو زمونږ پوه مشرانو تل خپله رایه او استقلال ساتلی او په خپله برخه یې قناعت کړی.

په جهل په ناحقه جګړو کې یې ځان نه دی شریک کړی، خو کله چې ایمان او خاورې ته کوم خطر متوجه شوې پرته له اجر او دنیوي فایدې د هر غلیم د جګړې میدان ته یې دانګلي دي، تل یې د حق خوا او لار خپله کړې ده.

افغانانو د زبر ځواکو له ذات البیني حریصانه جګړو او کشمکشونه نه مسلمان ولس ژغورلی، د دنیايي مفاد او غنایمو له پاره له دوی سره اتحاد نه دی کړی او د وینې تویونې ډګر ته یې خلک نه دي هڅولي.

له لیوانو سره ښکار ته تګ ډېری د سر په تاوان ختمیږي!

زمونږ ولس په دغه وچه کې کوچنی قوم دی او که له چین، هند، ترک ایرانی او نورو سره پرتله شي وړ دی، نو د بقا له پاره ستر حکمت او پياوړتیا ته اړمن قوم دی، له چا سره به غږیدل واجب وي، له بل سره به جنګ و ګریز او بیا له بل سره به په تجارت او کاروبار جوړیږي نو اوس دا سوال راجع کیږي. پوهانو ته چې دا کوم حکمت و چې دا ولس یې سره له دې چې د دومره زبر ځواکو بلا خورو باچاهیو په زړه کې پروت و او په یوه نه يوه ډول یې خپله بقا او شتون او خپله خپلواکي ساتلې ده او له هر شي نه مهمه خپل هویت ارزښتونه او دین ساتلی دی.؟

همدغې پوښتنې زه دغې لیکنی ته مجبوره کړم.
تدبیر دا دی چې له ظالم سره د مفاد له پاره په یرغل کې شریک ګرځیدل او له هغه سره یو والی او تړون خامخا بد عاقبت لري. زمونږ کوم حریص او یا جاهل مشر که کوم وخت له خپلې برخې زیات غوښتي یا یې قناعت نه دی کړی نو هم یې ځان او کورنۍ او هم یې ولس تر ډیرو لسیزو په کړکیچ او ناورین اخته کړی.

مثالونه یې په معاصر تاریخ کې زښت څرګند دي، همدا رنګه له یو زبر ځواک سره د بل زبر ځواک په خلاف اتحاد او تړون ځان د دوو فيلانو پښو لاندې اچولو سره برابر دي، که دا انګریز وي که روس که چنګیز او هلاکو او که هندو یا چین او یا ناټو او امریکا وي ټول د ذاتي او دنیوي ګټو پسې سرګردانه ځواکونه دي او پر ظلم او سود ولاړ نظامونه، خو دا په دې معنی نه ده چې د تجارت او کاروبار دندې او اړیکې به هم له چا سره نه تر سره کیږي.

تړون باید داسې وتړل شي چې د طرفینو او خواوو لاسونه هغې بلې خواته په چل ول او د مجبوریتونو پر بنا ونه تړل شي، مثال که دیرش هیوادونو سره نظامي تړون کړی چې سوله او جګړه به په یوه قوت او سوچ کوي او دا حق سلب شي چې یو دې خپلواکه دریځ غوره کړي او د اختیار او د انتخاب حق ونه لري نو دا یقیناً د یرغل او ظلم لپاره تړون دی، مثال یې د ناټو او وارسا تړونونه او یا د کابل د ادارې او کمونیستي روس او نن دغې ادارې او د امریکا تر مینځ تړونونه، د دغو تړونونو لاسلیک کوونکي عادلانه اختیار او حقوق نه لري خو واجبات او وظایف یې مساوي دي، یوه خوا حاکم او امر بل طرف مامور او محکوم وي.

اوس که بیا تاریخ ته رجوع وکړو هر کله چې یا د بخل او حرص له مخې زمونږ کوم مشر دا شوق کړي چې د کوم پياوړي ګاونډي یا بل زبرځواک سره انډيوالي او تړون وکړي نو سخت پښيمان شوي او تل یې د سر په بیه تمامه شوې ده.

افغانستان کې کله چې د ناپيلتوب اصل مات شو تر دا نن له مصیبت او بې ثباتۍ سره مخامخ دی.
امان الله د انګریز په خلاف له روس، جرمني او اتاترک سره نږدېوالی غوره کړ، سر یې په زارۍ زارۍ بچ کړ. سقاو زوی د روس او انګریز مینځ کې سرګردان په دار وځړول شو.

نادر بیا د انګریز انډیوالي وکړه، سر یې د روس د جاسوسۍ چرخي د اعدام په بدل کې د عبدالخالق هزاره په لاس بایلود.
بیا ظاهر چا پوه کړ چې ساعت دې تیروه تفریح کوه؛ قوم پریږده غربي ازادي جاري کړه ژوندی به یې. همداسې شول او سر یې بچ کړ. بیا دده لجوجه تربور دا شوق وکړ چې روس سره نږدې شي خو بیا دغه تړون هم دده سر وخوړ.

نوبت ورسید د روس جاسوسانو ته دوی د انصاف چیغې او د کور کالي ډوډۍ انګازې وهلې خو یو د بل پسې تره کي، امین، ببرک (دومره الکحول یې ورکړل چې د جګرې د سرطان په رسوا مرګ ومړ) نجیب(دغه یې بیا قصداً د دښمن په لاس بندي کړ تر څو په رسوايي په دار وځړول شو) د خپلو هم پيمانانو او تړونوالو په نیت او لاسونو ووژل شول.

د صبغت له رسوایۍ نه ډک ژوند د اجیرانو لپاره د عبرت قصه ده. چې په جهر یې له امریکې په لویه جرګه کې د اشغال د پنځوس کلني تمدید غوښتنه کوله. د احمد شاه د زمردو غل دوستي او تړونونه له روس، فرانسې، ایران، هند او ناټو امریکې سره اخر جهنم ته ولیږدوه.

ده هم د بهرنیو سره د پيوستون او انډیوالي په بیه باچاهي غوښتله، رباني هم د احمد شاه د پل په نقش ګام کیښوده د هغه د مرګ نه وروسته له ناټو امریکې سره د خپل ولس او په ظاهره د ترور پر ضد تړون لاسلیک کړ، سره له دې چې تر دا اوس د ناټو د طیارو په زور د قدرت شریک زامن او شاګردان لري خو دی هم د خپل د تړون قرباني شو.

بیا چې ګورو کرزي له امریکې سره نیم تړون ومانه، نیم نور یې د زمانې او تاریخ له شرم نه خلکو ته حواله کړ خو ورسره مخالف نه و، سر یې بچ دی خو ورونه یې دده د تړون قربانیان شول.

نن سبا د کابل د ادارې نابغه بلوګی د رنګارنګ تړونونو په لاس لیکلو بوخت دی او د واک د ساتلو لپاره کله له ایران او هند او پاکستان سره او اصلاً له ناټو سره په انډیوالۍ اخته دي. نو ګورو به چې دده په حق کې الله څه فیصله کوي.

دا لنډه کرونولوژي دا بیانوي چې زمونږ سل کلن تاریخ دا د عبرت درس راڅرګندوي چې ناجایزه تړونونه زمونږ د جغرافیایي او تاریخي موقعیت او وضعیت سره نه جوړیږي او دلته ثبات او خپلواکۍ ته نه جبرانیدونکې خساره او تاوان رسوي.

اسانه تشخیص:
که دا سمه وي چې افغانستان د اسیا زړه دی نو که زړه کې د وینو جریان مغشوش شي بدن ټول له درد سره مخامخ کیږي.
اوس که دا پوښتنه نور هم وسپړو باید دې پایلې ته ورسیږو چې ناپيلتوب زمونږ په هیواد کې څه رنګه بڼه درلودلی شي:
د هیوادونو جغرافیایي تاریخي، اقتصادي، اتنیکي او قومي ترکیب او بڼه او جوړښت د هغوی کړنلارې تعریفوي، یا یې ټاکي او تعینوي. دا هیواد د ایران او تاجکستان او یا اندونیزیا او مکسیکو له پاره یو واحد بهرنی سیاست او کړنلاره نه شي ازمایلی.

د مثال په توګه د افغانستان له پاره که فقط دا د قومي جوړښت ځانګړتیا وڅیړو، ایا مونږ کولای شو داسې یوه بهرنۍ کړنلاره غوره کړو چې د تاجکستان هیواد چې سره له دې چې کم ځواکه هیواد دی پر خلاف وي.
قطعا نه! ځکه دلته د هیواد په قومي ترکیب کې تاجکان هم شتون لري، همداسې دا نور لږکي.

مونږ باید داسې بهرني ناپېيلې بیطرفه بهرنۍ کړنلاره ولرو چې د لا بډایۍ لپاره د بل کوم هیواد وړ وي که زبر ځواک د جایزو منافعو په خلاف له بل کوم کوچني یا ستر هیواد سره تړون لاسلیک نه کړو چې د هغې په نتیجه کې بل هیواد ته ستونزه پيدا شي.

مونږ باید په خپلو تړونونو او پيمانونو کې حق او عدل او دیني او ملي احکام او ارزښتونه په پام کې وساتو. دغه تړونونه باید نه ګاونډیان او نه بل هیواد زمونږ په خلاف ولمسوي او وپاروي، په خپل حق او برخه قانع اوسو!

لانجه او ستونزه زمونږ هیواد تر هغو زورولی شي چې مونږ دنیا ته دا قناعت ورکړلی شو چې افغانان د چا پر حق او ژوند تیری نه کوي. دهشتګر او ترهګر نه دي، له ټولو سره اقتصادي، تجارتي عادلانه اړیکې او شراکت غواړي.

دا اول ځل دی، پس له ډیرو ستومانیو چې د افغانستان مشران (د افغانستان اسلامي امارت مشران )په دوحه کې د امریکې له هیواد سره په یوه تړون او پيمان کې د افغانستان بهرنۍ ناپېيلې او بیطرفانه کړنلارې ته ټول افغانان او دنیا را بولي، تر څو د دغې خاورې کړکیچ ته د پای ټکی کښيښودل شي.

هر یو باید اوس په دې پوه شوی وي چې د افغانستان خپلواکي او بقا ته خطر هالته څرګند شو چې د یوه په ګټه د بل سره پيوستون او تړون جوړ شو، اوس که دغسې انډیوالیانې وشکول شي او تړونونونه فسخ شي، بیا به چاته د مداخلې پلمه پاتې نه شي؛ نو ځکه د دغو مشرانو دا اپيل ته چې افغانستان به د چا په خلاف پس له دې نه استعمالیږي. لبیک او هو ویل او له طالب مشرانو سره پيوستون د هر افغان دیني او وطني وجیبه ده.

هر څوک چې دین، وطن او ملي هویت او منافعو ته تعهد لري، د سل کلن کړکیچ تاریخ ته په کتو دې له دغه ناپېيلې کړنلارې پلوی وکړي؛ ځکه زه په دې یقین یم چې ناپېيلتوب یعنې په جنګي او نظامي تړونونو کې نه شریکیدل د افغانستان د خپلواکۍ او شتون ضامن دی تر څو الله پر مونږ ورحمیږي او وطن مو له اشغال او یرغمل نه خلاص شي.

ان شا الله هو العزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx