شعـــــرونه

سپینه امامه!/ منصور درمان

منصور درمان

ستا پۀ مینه یم فدا، سپینه امامه!
زۀ پۀ تا یمه شیدا، سپینه امامه!

د لښکرو د غزا، سپینه امامه!
درود سلام دې وي پۀ تا، سپینه امامه!

د بدرنګو مفکورو څلي دې ړنګ کړل
د توحید پۀ نور زېبا، سپینه امامه!

پیروۍ کې دې اعزاز دی د دارینو
د لرغونې ارتقا، سپینه امامه!

تا د جهل لۀ تور تمه امت خلاص کړ
لمر د علم د رڼا، سپینه امامه!

د جمال مثال دې نۀ وینم محبوبه!
یې لۀ لمر سپوږمۍ بالا، سپینه امامه!

د منصور درمان د زړۀ پۀ سر اعراب دی
ستا دیدن او ستا لقا، سپینه امامه!
ــــــــــــــــــــــــــــــ
1442/7/20 د جمعې مبارکې شپه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx