افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: د امریکا  وروستۍ طرحه د سولې په تامین کې مرسته کولای شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخوانی مشر  «حامد کرزی» وايي، د امریکا وروستۍ وړاندیز شوې طرحې د افغان سولې خبرو د چټکتیا او په هیواد کې د سولې د تامین لپاره یو غوره فرصت رامنځته کړی.

کرزي له «اسوشیټيد پریس» خبري اژانس  سره په خپله تازه مرکه کې  ویلي، چې د امریکا له لوري وروستۍ وړاندیز شوې طرحه که عملي شي د افغانانو خپلمنځي خبرې به ورسره چټکې شي  او ښايي له امله يې په افغانستان کې د سولې  تامینېدو ته لار پرانستل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې اوس مهال افغانان په هیواد کې د سولې تامین ته بیړه لري او دا طرحه کولای شي، چې یو جګړه ځپلی ملت له جګړې وباسي، ټاکنو ته لار  هواره کړي، لاسته راړونې خوندي کړي  او له افغانانو سره د یوه مؤقت حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي.

د کرزي پورتنی مؤقت د هغه طرحې په اړه دی، چې د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د سولې  خبرو د چټکتیا او په هیواد کې د سولې د تامین په موخه مطرح کړې.

په یاده طرحه کې راغلي، چې په افغانستان کې باید مؤقت حکومت جوړ شي  او د لنډمهالي حکومت د یوې مشخصې دورې تر بشپړېدو وروسته ټاکنې وشي، تر  څو دواړه لوري پکې برخه واخلي  او راتلونکی نظام جوړ کړي.

په یاده طرحه کې  ویل شوي، چې د سولې خبرې باید چټکې شي  او په همدې تړاو د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې په ترکیه کې د طالبانو او حکومت د لوړې کچې یوه ناسته راوبلل شي.

طالبان که هڅه هم  دطرحې د ارزولو خبر ورکوي، خو د کابل حکومت یو شمېر چارواکو له دې طرحې سره توند مخالفت څرګند کړی او  داشرف غني  مرستیال «امرالله صالح» ویلي، ددې طرحې تر  منلو مرګ غوره بولي.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د پخلاینې عالي شورا او د حکومت یو شمېر  بنسټونه او سیاسي چارواکي د امریکا طرحه د بحث وړ بولي او ټینګار  لري، چې باید وارزول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

په دغو خبرو خو هر څوک پوهېږي، له دې خبرو څخه د ملي شيطان مطلب بل دی، هغه په دې خبرو سره غواړي چي د خلکو ورته پام سي او د موقت حکومت د مشر په توګه مطرح او بالاخره ورته وټاکل سي.
ده دغه پوست ته اړولي دي. ، خو ګورئ خلکو :
سل خره په سويه کي ښه دي، نه يو سيڼ په مرکه کي. ملي شيطان کرزی، د ده پلار او ټوله کورنۍ د امريکاد سي آی اې ډېر معتبر جاسوسان وه، دی او وي به.

طوطی

خو ګوری به یی چی همدا شیطان به امریکا په طالبانو منی. ځکه چی اوس طالبان هم د قدرت لپاره جنګیژی.

Adam Khan

It looks like Kharzai wants to be the president again

طوطی

دی ته وایی سیاست، یو پوډری انسان هم په دومره سیاست پوهیږی چی هم ملت دوکه کړی او هم ځان مطرح کړی. الله دی طالبان هوښیار کړی نور به څه نه وایم.

دوکتور غروال

د امریکا CIA له خوا دیموکراتانو ګروپ خاصه تربیه موندلی دی لکه چی معلومات موجوددی چی د غلامانو تر مینځ به یوازی ددیموکراتانوډلګۍ څخه یو تن د مملکت رهبری اخستلۍ شی او نور به ئي شاوخوا راتاؤ وی ، او غل مداری او جاسوس کرزۍ هم ددیموکراتانو له ډلګی څخه دی نو لیری ندی چی مداری کرزۍ بیا په تخت کشینول شی او دا شلو کالونو کښی انتخابات یوازی تبلیغاتی جنبه درلوده او دا به وروسته هم همداسی وی !!!!

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx