روغتیا

له کرونا واکسین لګولو وروسته پوهان د دغو خوړو سپارښتنه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱، ۱۳۹۹ل): روغتیا پوهانو ځینې داسې مهم خواړه په نښه کړي چې د کرونا ویروس پر ضد له واکسینو لګولو وروسته یې خوړل اړین دي.

د کرونا واکسینو جانبي عوارض چې ویل کیږي په طبیعي ډول پېښیږي، تبه، تودوخه، ستړیا، د لاس درد او داسې نور دي، دا عوارض راڅرګندېدل په دې معنا چې د کرونا پر وړاندې د معافیت سیستم فعالیت کوي او هڅه کوي له بدن څخه خارجي ویروس بهر کړي.

لکه څرنګه چې دغه عوارض طبیعي دي، نو د مخنیوي لپاره یې باید څه وشي؟ روغتیا پوهان ددغو نښو کمولو لپاره معافیت ته د ودې ورکولو او د هایډریټ خوړلو لارښوونه کوي، دغه خواړه په لاندې ډول دي:

سوپ

دا د التهاب ضد خواړه دي، په ځانګړي توګه کله چې په کې لوبیا، آلو، دال، شلغم او کورکمن ګډ شوي وي.

سبزیجات

په سبزیجاتو کې پالک، بند ګوپي او شلغم غوره خواړه دي، دا د اکسایډ ضد ماده لري، کوم چې د التهاب پر وړاندې غوره مقاومت کوي، ښه داده چې دغه خواړه پاخه شي، ځکه چې په اسانه جذب او هضمیږي.

هوږه او پياز

دا په پروبیوتک کې بډایه دي، کوم چې په کولمو کې د ګټورو باکتریاو په تغذیه کې مرسته کوي، او په پایله کې د معافیت سیستم پیاوړی کوي.

همدارنګه په دغه لیست کې شین چای هم ګټور ثابتیږي، شین چای حجرې له زیان څخه ژغوري. سالمین هم ګټور دی چې په دې کې د اومیګا ۳ غوړ شامل دي چې سوزش کموي، دغه راز کورکمن او توت هم په دې اړه ښه خواړه دي.

خو برعکس روغتیا پوهان دا سپارښتنه کوي چې له هغو خوړو څخه لرې پاتې شي کوم چې سوزش ډيروي، لکه پاک شوي وړه، نباتي غوړ د لبنیاتو محصولات او مصنوعي خواړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx