ورزش

حشمت شهیدي د ټيسټ دوهمې ورځې ستوری

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبې دوهمه ورځ هم د افغانستان په نوم وه چې د اصغر افغان او حشمت شهیدي د تاریخي ملګرتیا په مرسته افغان لوبډلې ۵۴۵ منډې وکړې.

اصغر افغان خپله ویکټه په ۱۶۴ منډو له لاسه ورکړه خو د حشمت شهیدي سره یې د ۳۰۷ منډو ملګرتیا وکړه.

بل لوري ته حشمت شهیدي لومړی افغان لوبغاړی شو چې په ټيسټ لوبو کې غبرګه سلیزه وهي، نوموړي ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د دوهمې ورځې په پای کې زمبابوې لوبډلې خپله لومړۍ پاڼۍ کې تر دې دمه ۵۰ منډې کړي او کوم لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی.

باید وویل شي چې د افغان لوبډلې له لوري ابراهیم ځدران هم نیمه سلیزه وهلې او ۷۲ منډې یې کړي، دغه راز ناصر جمال هم نیمه سلیزه وکړه او ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په ټيسټ لوبو کې د افغان لوبډلې له لوري تر دې دمه رحمت شاه، اصغر افغان او حشمت شهیدي سلیزې وهلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx