ورزش

د میسي او رونالډو لوبډلې له چمپینز لیګ څخه بهر شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د نړۍ دوه مشهورو ستورو لیونل میسي او کریستیانو رونالډو لوبډلې په تېرو ۱۶ کلونو کې په لومړي وار د چمپینز لیګ د کواټر پایلوبو څخه وړاندې بهر شولې.

د ارجنټایني میسي لوبډله «برسلونا» چې د پاریس سان جرمان لوبډلې سره د اروپا اتلانو لیګ شپاړسم پړاو سیالیو کې مخ شوې وه، برسلونا ته د دواړو لیګونو په پایله کې په ۵-۲ ماتې ورکړه.

که څه هم میسي له تېرو پنځو کلونو راهیسې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي نه ده ګټلې، خو په خپل تاریخ کې په لومړي وار د دغه سیالیو له کواټر پایلوبې پړاو څخه وړاندې بهر شوی دی.

بل لوري ته د یوونتوس لوبډلې پرتګالی ستوری رونالډو هم په لومړي وار په ۱۶ کالونو کې د کواټر پایلوبې څخه وړاندې بهر شو.

د یوونتوس لوبډله په چمپینز لیګ کې د پورتو لوبډلې سره مخ شوه چې د دواړو لیګونو په پای کې په ۴-۴ ګولونو د پورتو په ګټه بریا ورکړل شوه، دوی د یوونتوس په کوربه توب دوه ګولونه ووهل چې په مرسته یې د away goal په قانون سره بریا خپله او د رونالډو لوبډله بهر شوه.

بل لوري ته د بروسیا دورتمند او لیورپول لوبډلې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو د کواټر پایلوبو ته لار وموندله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx