
کندهار کې د طالبانو ضد عملیاتو پرمهال د ۲۰۵ اتل قول اردو جګپوړی قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو پرضد په عملیاتو بوخت د ۲۰۵ اتل قول اردو جګپوړی قومندان ډګروال مزمل ساپی وژل شوی دی.
کابل نیوز د سیمه ییزو سرچینو په حواله خبر ورکړی، د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان ډګروال مزمل ساپی نن سهار د ارغنداب ولسوالۍ په «لاهور» سیمه کې د طالبانو لخوا په نښه ویشتونکي (سنایپر) ټوپک په وسیله تر برید لاندې راغلی دی.
په خبر کې راغلي چې د برید پرمهال ډګروال مزمل ځای پرځای خپل ژوند بایللی دی.
ددې ترڅنګ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د درېیم کنډک عملیاتي آمر جګړن زمان الدین طارق هم وژل شوی دی.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو لوړ پوړي مسئولین په داسې مهال وژل کیږي، چې دولتي عسکرو له تیرو ۳ میاشتو راهیسې د کندهار په ارغنداب، پنجوايي او ژیړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات پیل کړي، چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي او خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه هم اووښتي دي.