افغانستان

دولتي عسکرو په فراه کې یو «بزګر» ویشتلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یو ملکي کس په خپلې کروندې کې ویشتلی او «شهید» کړی دی.

دا پېښه پرون د پنجشنبې په سهار د بالابلوک ولسوالۍ په «خواجه خضر» سیمه کې رامنځته شوې ه.

د سیمې خلک وايي، د حاجي نعمت الله په نوم یو ځايي کس د خپلې ځمکې په خړوبولو بوخت ؤ، چې د دولتي عسکرو لخوا ورباندې ډزې وشوې.

د خلکو په خبره د ډزو په دغه پېښه کې په نښه شوی بزګر(حاجي نعمت الله) ځای پرځای شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عام کلیوال او کروندګر په خپلو کروندو کې د کار پرمهال تر بریدونو لاندې نیسي او «شهیدانوي»، بلکې تردې وړاندې هم د فراه، زابل او پروان په ګډون یو شمېر ولایاتو کې د ورته پېښو له امله ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx