افغانستان

میدان ښار کې د کمانډو عسکرو په مرکز د موټربم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې د ځانګړو کمانډو عسکرو په مرکز موټربم چاودنه کې د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا رئیس شریف الله هوتک وايي، نن سهار شاوخوا شپږ بجې په میدان ښار کې د ځانګړو کمانډو عسکرو پر مرکز موټربم چاودنه شوې، چې تلفات هم له ځانه سره لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین دغه برید تاییدوي؛ خو ادعا کوي چې له چاودونکو موادو ډک هاموې ټانګ تر پېژندلو وروسته یاد مرکز ته له ننوتلو مخکې چاودلی دی.

د آرین په خبره په دغه برید کې د کمانډو عسکرو یو تن ټپي شوی او نور چاته زیان اووښتی نه دی.

له بل پلوه سیمه ییزې سرچینې بیا وايي، چې ددغه برید له امله په نښه شوی مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی او ښايي چې ګڼو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اووښتې وي.

د ځايي خلکو په وینا چاودنه دومره قوي وه، چې آواز یې تر لرې ځایونو هم اورېدل شوی او په شاوخوا کې یې د ګڼو کورونو د کړکیو ښښې ماتې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د خلکو د کورونو ښیښی یی ماتی کړې، مرکز ویجاړ شوی، ####، دی ته وایی د یوویشتمی پیړی جهاد.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx