افغانستان

د پکتیا د استیناف څارنوالۍ یو څارنوال په خپل کور کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د دې ولایت د استیناف څارنوالۍ د یو څارنوال د وژلو خبر ورکوي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد لعل امیري وايي، د استیناف څارنوالۍ د جزا او تعقیب څانګې څارنوال محمدحسن یار تیره شپه لس بجې د ګردیز ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «خطابي» سیمه کې د خپل کور دننه د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړي او د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي؛ خو تردې دمه یې د پېښې په تړاو د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.

د قاضیانو لخوا د بډو اخیستو او قضیو ته پروخت د نه رسیدګۍ له کبله د کابل حکومت قضايي ارګان د نړۍ په کچه له فاسدو او بې اعتباره ارګانونو څخه بلل کیږي او همدا لامل دی چې د افغانستان ۶۰ سلنه خلک او آن ځینې لوړ پوړي دولتي چارواکي هم خپلې حقوقي او عدلي قضیې د طالبانو په محاکمو کې حل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx