افغانستان

دولتي عسکرو په هلمند کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ولسي خلک شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالیو کې د دولتي عسکرو لخوا د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ تنه ولسي خلک «شهیدان» شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، وړمه ورځ ماسپښين د ناوې ولسوالۍ په «سرې کلا» سیمه کې سنګوري اربکیانو پر دوه بزګرانو ورونو عبدالرحمن او تورجان د ابات اکا زامنو ډزې کړي، چې پایله کې یې عبدالرحمن «شهید» شوی او تورجان ټپي دی.

ددې ترڅنګ وړمه ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند «ګودر» سیمه کې دولتي عسکرو د خلکو په کورونو د هاوانونو مرمۍ توغولي دي.

د سیمې خلک وايي، د هاوان په دغو بریدونو کې د الله نظر په نوم ځايي وګړي کور کې یو ماشوم او ۲ ماشومو نجونو په ګډون ۳ تنه «شهیدان» شوي او یو بل ماشوم ټپي دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په توپچي او مخامخ بریدونو کې ولسي خلک په نښه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو سیمو کې دولتي عسکرو د ولسي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو توپچي او هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د چارو شنونکي وايي، په داسې حال کې چې زلمی خلیلزاد د اشرف غني ادارې پرځای د نوې مؤقتې ادارې رامنځته کولو په هڅو بوخت دی، ښايي د سولې خبرو «پېکه» کولو لپاره د کابل ادارې د «پټو» کړیو لخوا هدفي وژنې او په عامه ځایونو بریدونه زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx