ادبي لیکني

د پښتنو بلاغت «د خره او زمري کیسه»

چنار خان (ټوتې ټوټې)

پښتنو ته خدای جل جلاله ډېر داسې څه ورکړي دي چې ډېرو نور ته یې ندي ورکړي.
د پښتنو د جرګو مرکو خبرې هم له نورو سره فرق لري ځانګړي طریقه لري چې هغه د نړۍ په کتابونو کې نشې موندل کیدی.
په جرګو کې زیاتره قومي مشران، سپین ږیري، خوله ور کسان وي، حاضر ځوابي، پراخه سینه او جرئت مندانه خبرې یې لویې ښکلاوې دي، خو د تعجب  وړ خبره  د دوی په خبرو کې هغه بلاغت دی چې په میراثي توګه پښتنو ته له خپلو پلرونو او نیکونو پاتې دی.

د بلاغت مشهوره معنا داده چې خپل اوریدونکې په خپل مقصود او مراد په ښه توګه پوه کړل شي.
د پښتنو د قبیلو مشران چې یوه خبره کوي؛ خامخا یو ځای چیرته یو متل، یوه ټوکه، یوه کیسه پکې راوړي؛ ترڅو د حاضرینو توجه پرې را جلب کړي، هغې خبرې ته یې متوجې کړي چې دده ورته اراده وي چې ښه سم پرې پوه شي. کله چې متل خلاص شي نو مقصودي خبره ډېره زر د اوریدونکو په ککرو کې کیني او په مطلب یې پوه شي.

دغسې کسان مې ډېر لیدلي دي، په ځينو وختونو کې د دوی دغه تخنیک سخت حیران کړی یم،
په دوه زره څوارلسم کال کې مونږ درې نفره په یو موټر کې سفر کاوه، مونږ سره د خوست یو قومي مشر رسول بادشا  هم ناست و.
رسول بادشا بدون له متل او ټوکې خبره نکوي، ددۀ خبرې له حکمت ډکې وي.

ما فیسبوک کوت، په هغې کې راغلي ول چې کابل کې موټر بم فدایي برید کې څلور امریکایان وژل شوي دي خو یو پکې لوړ رتبه افسر دی چې دوه ځله مخکې افغانستان ته په ماموریت راغلی و، دا یې دریم ځل و، خو چې دا ځل راغی نو ووژل شو.

د مرګ خبر یې خوند راکړ، غږ مې وکړ ماویل خوندوره پېښه شوې ده، ملک صیب رسول بادشاه مخ راواړوه وایي څه خبره ده؟

ما ورته تفصیلي کیسه وکړه، نو رسول بادشاه وخندل وایي ماته غوږ شئ چې یوه کیسه درته وکړم مونږ دواړه ورته متوجې شوو رسول بادشاه وویل:
په یو ځنګل کې یو زمری و خو د لوږې له امله سخت ډنګر شوی و، له ډېره وخته یې څه شی خوړلي نه وو، قوت یې هم کم شوی و.

یوه ورځ ددۀ خواته ګیدړ روان و او کلي ته یې اراده وه زمري ورته وویل ګیدړ صیب! زه هم ډېر محتاج یم که کوم ښکار دې پیدا کړ ما هم په نظر کې لره. دغې خواته یې را غلط کړه.
ګیدړ هم چې د زمري پوښتۍ ولیدې زړه یې پرې وسوزیدو نو وعده یې ورسره وکړه چې خامخا به کوشش کوم.
ګیدړ لاړ او کلي ته ورسید، د کلي په څنډه کې یې د پټیو په لور نظر وکړ نو د پارلمان په وکیل صیب (خر) باندې یې سترګې ولګیدې، خوشاله شو چې کار وشو، غلی غلی ورغی، خر په وچو وښو خوله وهي لکۍ خوروي.

ګیدړ ورغږ کړ خر صیب کور دې له غنمو ډک سه په دې وچو وښو باندې، ځان نه ستړی کوې او حال دا چې ته د پارلمان وکیل یې دا بیخي مناسبه نده، لږ ځان ستړی کړه په دا پورې کنډو ور واوړه، داسې تک شنه واښه دي چې په عمر به دې لیدلي نه وي.

خره ته دغې خبرې سخت سور ونیو دستي یې مخ پر ځنګل منډه واخیسته، کله چې د زمري د کمین ځای ته نږدې شو زمری یې په څار کې  ګونډه ناست و، کله چې غوټې ته سیخ شو زمري پرې ورټوپ کړ؛ خو متاسفانه چې زمری سخت ډنګر او کمزوری شوی و کوم ځای یې چې نښانه سیخه کړې وه هغه ځای ته یې ټوپ ونه رسید.

تقریبا نیم ګز مخکې یې پنجې ښخې کړې، خره چې د زمري حمله ولیده دستي یې پنځم ګیر وربدل کړ د کلي په لور یې تکتیکي عقب نشیني وکړه.

زمری سخت خفه دی په ژړا شو چې دا فرصت هم ضایع شو، په دې وخت کې ګیدړ راغی، له زمري يې وپوښتل څه دې وکړل؟

هغه ورته کیسه وکړه، ګیدړ هم خفه شو، زمري ګیدړ ته زارۍ وکړې چې یو ځل بیا هڅه وکړه ټول عمر به دې دا ښیګڼه هېره نکړم.
ګیدړ هم بیرته د کلې په لور لاړ، کلي ته چې ورسید؛ خر یې ولید چې بیا په هغه وښو اخته دی نو یې بیا ورته وویل چې ستا له شان سره دا وچ واښه نه ښايي، تاته ما مخکې هم وویل خو ته بیا همدلته وچو وښو ته تمبه یې دا د پارلمان عزت ته صدمه هم رسوي.
خره ورته وویل چې نه نه هیڅکله به ستا خبر ونه منم هلته له مرګه بچ شوم  تا خو زه خطا کړی وم هلته زمری و.

ګیدړ ورته وویل چې بیا څه وشول؟ خره وویل داسې یې راباندې را ټوپ کړ معمولي بچ شوم. ګیدړ په کړس کړس وخندل، بیا یې وویل لیونیه هغه زمری یادوې هغه خو د ښو اخلاقو خاوند دی له مونږ ټولو سره دغسې ټوکې کوي تاسره یې هم ټوکه کړي ده ایا تا چیرته زمری لیدلی دی چې یو ځل په چا برید وکړي او بیا ترې بچ شي؟

خره وویل چې کیسه  خو دې سمه وکړه له زمري خو څوک خلاصیدی نشي ګیدړ ورته وویل ورځه هیڅ مشکل نشته.

خر بیا زړه ور شو، د ځنګل په لور یې ځغاسته پیل کړه، کله چې د کمین ځای ته نږدې شو زمری ورته منتظر و او په خپل ځان یې زور راوړو چې دا ځل باید خلاص نشي.

په دې ځای کې رسول بادشا وخندل وایې زمري دا ځل له خره څخه یو ګز هغه خواته نشان پرې سیخ کړ، کله چې خر برید ته سیخ شو نو زمري پرې ورټوپ کړ او سیده په خره وروغورځیدو، خر یې راچپه کړ او په مرۍ کې یې ونیو تر دې چې وفات شو.

په دې وخت کې ګیدړ هم راغی، زمري ته یې مبارکي ورکړه، زمري هم له ګیدړ څخه زښته زیاته مننه وکړه او دا یې هم ورته وویل چې ستا په اړه زه یو رسمي امتیازي فرمان صادروم، چې زما محسن دی بیا یې ګیدړ ته وویل زه اوس ځم اول اودس کوم بیا د شکرانې مونځ کوم له هغې نه پس چې راشم اول اول د خره دماغ خورم بیا یې دا نور جسم خورم، ګیدړ ورته وویل سمه ده زمری لاړ ګیدړ سوچ وکړ چې اول یې چې دماغ خوري نو خامخا په دې کې څه لویه فایده شته.

پریښودل یې پکار ندي نو لر بر یې کتلي دي چې زمری نه ښکاري نو دستي یې پیل کړی دی او د خره له ککرې یې په ډېر حکت سره دماغ خوړلي دی لږ وروسته زمری راغلی دی چې د خره سر یې کتلی دی  چې له ماغزو خالي دی نو سخت غصه شوی دی دستي یې په ګیدړ پسې مخ را اړولی دی چې دا دوکه دې ولې وکړه څنګه دې بې پوښتنې کار کړی دی ګیدړ ورته ویلي دي چې بادشا سلامت لږ ځان کنترول کړه هسې نه په سوء تفاهم کې یو بل ته زیان ونه رسوو څه شی شوي دي ؟ زمري وویل چې تا د خره دماغ خوړلي دي سر یې خالي دي.

ګیدړ ورته خندلي دي چې عجیبه خبره کوې لږ فکر کوه بیا غصه کیږه.

ګوره یو ځل مې خر درته راغلط کړو او ستا له حملې بچ شو بیا مې درته راغلط کړو حال دا چې ته يې د برید په حال کې یو ځل لیدلی وې نو که چیرته ددغه خره په سر کې دماغ وای نو دویم ځل به تاته راغلی وای ؟ د خره په سر کې  دماغ بیخی نه وو .

زمري چې دا خبره واوریده نو ګیدړ ته یې وویل چی خبره دې بیخي سمه وکړه ډېره مننه چې له تاوتریخ والي بچ شوو.

رسول بادشاه یو ناڅاپه مونږ ته غږ کړ،
ای ځوانانو تاسې چې وویل چې دا لوړ رتبه امریکایې افسر دوه ځله مخکې هم په ماموریت افغانستان ته راغلی وو دای دریم ځل وو نو ددغه په سر کې بیخي دماغ نه ول دا خو له هغه خره هم ډېر کم عقل وو.

ځکه ښه خبر وو چې افغانستان د زمریانو کور دی بچ کیدل پکې سخت دي بیا هم دریم ځل راتلو نو ښه شوه چې کار یې تمام شو.

د پښتنو د بلاغت په اړه به نور مثالونه راتلونکي لیکنو کې راوړم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx