ټولنیزه برخه

د بچيانو د نيک عمله کېدو لپاره دعا

لیکوال: مولانا ذوالفقار احمد نقشبندي مجددي

ژباړن زاهد جلالي

يو وارې يو ستر مفتي خپل زوی ما ته راوست، ويل يې پر ده مې د حديث دوره وکړه، خو پر ده يې کوم تاثير نه دی کړی، ان فرض لمونځ نه کوي، نو که ده ته دعاء وکړئ چې اصلاح شي. ما چې کله دا خبره واورېده سخت حيران شوم، دوره حديث يې کړی دی او بيا هم لمونځ نه کوي!
ما چې له دوی سره لږې خبرې وکړې، پوه شوم چې مفتي صاحب لږ توند مزاجه و او خپلې ښځې سره يې اړيکې ښې نه وې، نو ما هغه ته وويل چې ته غواړې چې اولاد دې دينداره شي؟ ويل يې هو بالکل. ما ورته کړه چې د خپلې مېرمنې دعاء واخله.

هغه چې زما مشوره واورېده، ډېر يې وخندل او په لوړ اواز. ما ورته وويل چې دې خبرې ته په ټيټ نظر مه ګوره، عادي يې مه بوله، ما دا خبره له مشرانو څخه اورېدلې ده او د دې برکت مې هم ليدلی دی. هغه ته مې وويل چې خپلې مېرمنې سره مينه او محبت وکړه، د هغې دعاء واخله، بيا وګوره چې اولاد باندې څومره ښه تاثير کوي.

د الله کارونه دي، دوه کاله وروسته همدا کس راغی او ويل يې چې زوی مې تراويح لمنځونو امامت کوي او د قرآن تلاوتونه کوي. ما ترې پوښتنه وکړه، هغه کس چې فرض لمونځ يې نه کاوه، هغه څنګه تراويح او د قرآن تلاوتونه شروع کړي دي؟ ويل يې: ستا په مشورې مې مېرمنې سره اړيکې ښې کړې، خوشاله مې کړه او ورڅخه مې وغوښتل چې اولادونو ته د خير او نېکۍ دعاء وکړه. هغې دعاء وکړه، الله تعالی قبوله کړه او اولادونه نېک شول.

نو د مور او پلار د دعاګانو له برکته د انسان رزق بابرکته کېږي او زياتېږي، د شيخ او استاد د دعاء له برکته د انسان علم کې برکت راځي او فيض ترلاسه کوي او د مېرمنې د دعاء په نتيجه کې اولادونه نېک راځي او دينداري يې ښه کېږي. کومه ښځه چې د مېړه دعاء واخلي او نېکه او ښه مېرمن شي، د دغې مور اولادونه بدکاري نه کوي، نو دواړه بايد د يوه او بل دعاء واخلي او تر هغې چې يو بل ته دعاء نه کوي، اولادونه مخکې نه شي تلای.

سرچينه: الله تعالی ته لار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x