دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت لسم اعتراض

عبدالغفار جبير

باران د وریځي څخه اوري او په قرآنکریم کي آسمان ذکر سویدی.

سوال: په قرآنکریم کي راځي چي باران د آسمان څخه اوري حال داچي باران د وریځي څخه اوري، دا څنګه  تطبیقوئ ؟  ایا د اوسني ساینس په رڼا کي دا نه ده غلطه؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر
په عربي ژبه کي آسمان (سماء) ډېرې معناوي لري، داچي تاسي د قرآنکریم په ژبه نه پوهیږي دا ستاسو کمي ده، په (قاموس المعجم الوسیط، لسان العرب، القاموس المحیط) د آسمان زښته ډېري معناوي دي، خو زه  صرف دوې معناوي راوړم:
۱:  من کل شئ اعلاه (هر شی چي لوړ وي هغه ته آسمان ویل کیږی)
۲: السحاب (آسمان و وریځي ته هم ویل کیږي. )
داچي قرآنکریم د عامو انسانانو په ژبه سره دی، په عامو خلکو کي دا محاوره په هره ژبه کي سته چي آسمان تاریک سو، آسمان سور دی، آسمان روښانه دی، آسمان خړ دی او داسي نور…. چي ددې ټولو څخه آسمان مراد نه دی بلکي وریځ خو بیا یې هم انسانان استعمالوي، چي په اصل کي نه آسمان تور دی، نه خړ دی، نه سور دی او نه روښانه دی.

همداسي موږ په سلهاوو داسي اصطلاحات لرو چي خلک یې یو ډول وايي او حقیقت یې بل شانته دی، لکه:
لمر راختل، لمر لوېدل (Sun raise, sun sit)
دا اصطلاح د نړۍ ټول انسانان استعمالوي خو په حقیقت کي لمر نه لویږي، نه راخیږي،  دا چي د عامو انسانانو اصطلاح ده ځکه دغه (لمر لوېدل او راختل) موږ او تاسی هره ورځ استعمالوو.
تاسی پر قرآنکریم اعتراض نه کوئ بلکي پرخپل مقدس کتاب بایبل باندي اعتراض کوئ، زه به  لاندي د بایبل څخه څو فقرې راوړم چي ایا له دې څخه آسمان مراد دی؟

۱: د آسمان ټولې دروازې پرانستل سوې او تر (۴۰) ورځو پوري باران اورېدئ. ( پیدایښت ۷باب: ۱۱)
ایا باران د آسمان څخه اوري او که د وریځي څخه؟

۲: د آسمان دروازې بندي سوې ، هغه باران چي د آسمان څخه اورېدئ هغه بند سو. (پیدایښت باب ۸: ۲)

ایا باران د آسمان څخه اوري او که د وریځي څخه؟

۳: تر څو چي پر هغه باندي د آسمان څخه باران نه وي سوی. (۲ سموئیل باب۲۱: ۱۰)

ایا باران د آسمان څخه اوري او که د وریځي څخه؟

۴: آسمان بند سو او باران نه وو. (لومړی پاچهان باب۸: ۳۵)

ایا باران د آسمان څخه اوري او که د وریځي څخه؟

۵: زه په آسمان تور پوښ اغوندم. (یسعیاه باب: ۵۰: ۳)

دلته تور پوښ په آسمان اغوندي او که توره وریځ راولي؟

او داسي نور تر شمار وتلي ځایونه دي چي خپله په مقدس بایبل کي د آسمان څخه باران اوري، له دې څخه علاوه د اوسني ساینس په ترازو کي ستاسو مقدس کتاب بایبل ټول غلط دی د بېلګي په ډول سره:
۱- که د ښځې هلک پیدا شو د هغې ناپاکي (نفاس)۷ ورځې ده او که ئې نجلۍ پیدا شوه نو د هغې ناپاکي دوې اوونۍ (۱۴ ورځې ) ده. احبار۱۲: ۱- ۷)

په اوسني ساینس کي د هلک او نجلۍ په پیداکېدو کي د ښځې په ناپاکۍ کي هیڅ توپیر نسته، کله د هلک موده اوږده سي او کله د نجلۍ موده اوږده سي چي هغه خپل وځانته عوامل لري.

۲- بیا ابلیس هغه د یوه دنګ غره څوکې ته وخیژاوه او د دنیا ټولې پاچاهۍ ئې ورته په پوره شان او شوکت سره څرګندی کړې. (متی ۴: ۸)، (لوقا۴: ۵)

اوس شیطان حضرت عیسی علیه السلام و یوه غټ غره ته وخیژاوه اوټوله دنیائې په ولیدله،چي له دې څخه دا معلومیږی چي داهغه وخت امکان لري چي کله ځمکه ټوله اواره (همواره) وي او حال داچي اوسنی ساینس وایي چي ځمکه کُروي او یا هم و بیضوي ته ورته شکل لری،چي له همدې کبله په یوه ځای کي شپه او په بل ځای کي ورځ وي؛ نو ویلای  سو چي داهم غلطه ده.

۳- خدای په لومړۍ ورځ رڼا پیدا کړل.(پیدایښت ۱:۳- ۶)

خدای ستوري لمر او نور پیدا کړل په څلورمه ورځ(پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)

اوس دلته څنګه امکان لري چي لمر او ستوري دی نه وي او رڼا دي وي. دا هم د ساینس له دایرې څخه وتلې  او غلطه ده.

۴- ځمکه په دریمه ورځ پیدا شول(پیدایښت ۱: ۹- ۱۳)

شپه او ورځ ئې په لومړۍ ورځ پیدا کړل. (پیدایښت ۱: ۵)

شپه او ورځ د ځمکې د حرکت څخه ولاسته راځی دا څنګه امکان لري چي ځمکه دي نه وي او شپه او ورځ دي وي داهم په ساینس کي غلطه ده.

۵- ځمکه په دریمه ورځ پیدا شوه(پیدایښت ۱: ۹- ۱۳)
لمر او سپوږمۍ په څلورمه ورځ پیدا شول. (پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)

دا څنګه امکان لري چي ځمکه دی تر لمر او سپوږمۍ مخکي پیدا شوی وي اوسنی ساینس وایي چي دا ټول سره یوځای وه او کله چي په حرکت کي راغلل بیا ځمکه ، سپوږمۍ، ستوري او نور پیدا شول چي داهم غیر ساینسي  او غلطه ده.

۶-سبزیجات، نباتات، ونې او میوې ئې  په دریمه ورځ باندی پیدا کړل (پیدایښت ۱: ۱۱- ۱۳)
لمر او سپوږمۍ په څلورمه ورځ پیدا شول. (پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)

نباتات، وني ، مېوې او نور… څنګه بې د لمر د شعاؤ څخه امکان لری، داهم غیر ساینسي او غلطه  ده.

۷- آسمان ستنې لري. (ایوب ۲۶: ۱۱)
دا هم تر لمر سپینه ده چي دا غیر ساینسي او غلطه ده، او آسمان هیڅ ځای ستنې نه لري.

۸- نه داچي یواځي آسمان ستنې لري بلکې په بایبل کي راغلی دي چي ځمکه هم ستنې لري لکه:
(لومړی سموئیل ۲: ۸)، (ایوب۹: ۶)،(زبور ۷۵: ۳)
چي داهم په ساینسي توګه سره ښکاره درواغ او غلطه ده.

۹- اوخدای وویل وګوری هر نبات چي تخم لري،او ټولې ونې و تاسو ته  درکوم او دا ستاسو خوراک دی،او د مځکې و ټولو حیواناتو او د آسمان و ټولو مرغانو ته او ټوله چي پر ځمکه باندی ګرځي او ژوند کوي و هغو ټولو ته شنه نباتات د دوی خوراک ورکوم. (پیدایښت ۱: ۲۹- ۳۱)

دا په دې غیر ساینسي  او غلطه ده چي په نباتاتو کي داسی زهرجن نباتات شتون لري چي د ژوندیو موجوداتو د مرګ سبب ګرځي،انسان له منځه وړی، مرغان له منځه وړی او حیوانات له منځه وړي.

۱۰- د ایمان په راوړلو به تری دا معجزې څرګندیږی، چي زما په نوم به پیریان لیري کوي او په نا اشنا ژبو باندی به خبرې کوي، که هغوی مارانو ته لاس وروړی یا زهر وخوری نو هغوی ته به ضرر نه رسیږی او په کومو ناروغانو چي هغوی لاس کښیږدی هغوی به جوړ شي. (مرقوس ۱۶:۱۷- ۱۹)

دا د بایبل ازمایښت دی د عیسایانو لپاره،ایا د عیسائیت په ۲۰۰۰ کلن تاریخ کي داسی څوک پیداشوی دی چي زهر وڅښي او هیڅ په ونشي؟؟ نه هیڅکله نه!

۱۱- د وباء او بلا څخه د خلاصون لپاره په بایبل کي درملنه:
دوې چوغکي ونیسی،یوه چوغکه دخاورې په لوښی کي حلاله کړی اووینه ئې دروانواوبوسره ګډی کړی، لرګی راواخلی اواندازه ئې کي اوهغه بله ژوندۍ چوغکه په روانواوبوکي چخ کړی،په دغو اوبوباندی خپل دکوردیوالونه ۷ ځلی ولړی. (لاویان۱۴: ۴۹- ۵۲)

اوس ساینس داثابته کړې ده چي په وینه کي تر۲۰۰۰ څخه زیات جراثیم شتون لری، اوپه سلهاوومرګونی ناروغۍ ورڅخه پیداکيږی دبیلګې په ډول سره:
حساسیت (Allergy)، دزړه بدوالی (Nausea)، هرپس (Herpes)، کاندیدیا(Candidia)، سالمونیلا  (Salmonella)، دکورو(Kuru)، سکراپی (Scrapie) ، حجرومرګ (Cell-Death)، انسفالوپاتی (Encephalopathy)، دماغې پریشانۍ (Depression)، زهر(Toxin)، (Haemochromatosis)، (Syphilis)، هیپاټایټس اي، بي اوسي،اوداسی نور…

۱۲- په بایبل کي دزنادمعلومولولپاره ازموینه:
که یوې ښځې زنا وکړه نو کاهن دی سپیڅلی اوبه د خاورو په لوښی کي واخلی او د مځکي ګرځ دی ورواچوی اوس دا اوبه ترخې شوې کله چي  کاهن لعنت ورباندی ووایی نو دا اوبه دي و دې ښځې ته ورکړی که چیری دې ښځې زنا کړې وه نس به ئې و پړسیږی او ورون به ئې   وروست شي،او خلک به لعنت ورباندی ووایی،او که چیری ښځې زنا نه وه کړې نو دا به پاکه پاتي شی او اولاد به ئې پيدا شی. (اعداد۵: ۱۱- ۳۱)

په بایبل کي په سلهاو ساینسي غلطیانې شتون لري چي دلته پر هرې غلطۍ باندی رڼا اچول ناشونې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx