افغانستان

د افغان سولې په تړاو د استانبول ناسته به اپریل میاشت کې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): ترکیه وايي، ددغه هېواد په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکی کنفرانس ښايي راتلونکي اپریل میاشت کې ترسره شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاویش اوغلو که څه هم ددغه کنفرانس د جوړېدو دقیقه نه ده په ډاګه کړې؛ خو په اپریل میاشت کې یې ددې کنفرانس په ترسره کېدو ټینګار ټینګار کړی دی.

چاویش اوغلو دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ(۲۲کب) په یوې خبري ناسته کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې هېواد به یې ډیر ژر د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی استازی هم وټاکي.

داچې د استانبول ناسته به ددوحې خبرو ځای ناستې وي که څرنګه؟ په دې هکله د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د استانبول ناسته به د دوحې د خبرو «بشپړوونکې» وي.

د استانبول د کنفرانس نیټه په داسې مهال تغییر مومي، چې تردې وړاندې د کابل حکومت یو شمېر سرچینو ددې ناستې د ترسره کېدو نیټه د روانې مارچ میاشتې ۲۷ مه یاده کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx