شعـــــرونه

ابوحنيفه/ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

په علم، اجتهاد، پوهه سمبال ابوحنيفه
د ستورو صحابوو کليوال ابوحنيفه

نو دې کې به بدي له کومه اړخه شي صاحبه!؟
سړی که په امام نيسي مثال ابوحنيفه

رسول نۀ و، نبي نۀ و، عالم و، مجاهد و
خاوند د ځراکت او د کمال ابوحنيفه

په ځينو مسئلو کې لاادري د تقوا نښه
د فکر او دليل کلک انډېوال ابوحنيفه

مذهب يې له قرآن او احاديثو نه جوړ کړی
هر ځای د شريعت کړي امتثال ابوحنيفه

له کرکي، ځانځانۍ او بدعتونو نه بېزار و
د هرې فتنې مخته لکه ډال ابوحنيفه

پرېږده يې شفاعته! سپي غپېږي کاروان درومي
روڼ څرک د وحدانيت او اعتدال ابوحنيفه

رحمة الله تعالی عليه رحمةً واسعاً

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx