ټولنیزه برخه

د نفس تزکیه په ساده ژبه

مولوي محبوب شاه ساجد

څنګه پوه سم چې مغرور او متکبر یم.
تکبر اصلا قلبي، باطني ، خطرناکه ناروغي  ستره ګناه ده او د رزیله اخلاقو څخه ده  چي انسان په دنیا او آخرت کې د هلاکت کندې ته غورځوي، ځان لوی ګڼلو ته وایي.

په قرآن او سنت کي د تکبر ډیر زیات مذمت سوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
لا يدخل الجنَّة من كان في قلبه مثقال ذرَّة من كبر!
(رواه مسلم عن عبدالله بن مسعود رض)
د چا په زړه کې چې د ذرې په اندازه تکبر موجود وي جنت ته نه داخلیږي.

د تکبر نښې:
د تکبر نښې ډیرې دي، دلته یې یو څو نښې ذکر کوو:

۱- حق ته غاړه نه ایښودل.
۲- خلګ سپک ګڼل.
۳- د ملاقات په وخت کې د مقابل کس څخه لومړي د سلام تمه.
۴- د ځان لپاره د خلګو ولاړیدل خوښول.
۵- د اهلیت او ضرورت پرته هر وخت مشر توب خوښول.
۶- د نورو خلګو څخه د ځان په هکله د مبالغې القاب خوښول.
۷- دا خوښول چي د تګ په وخت کې د نورو څخه مخکې وي او نور خلګ د شا ور پسې وي.
۸- خود رأیه او مشوره نه منل.
۹- د ناصح ، نصیحت نه خوښول، د بل کس نصیحت د ځان لپاره کسر شأن ګڼل.
۱۰- د خبرو په وخت کې غیر ضروري لغات پراني، د تکلف څخه ډکې خبرې کول، خوله کږه وږه کول.
۱۱- په مجلس کې د ځان لپاره لوړ او اعلی ځای خوښول.
۱۲- له دۀ سره غوړمالي کوونکي خوښول.
۱۳- د خپل هم مسلکه په علمي او اخلاقي کمال، اعتراف نه کول.
۱۴- د تګ په وخت کې سر او سپوږمې شخې نیول.
۱۵- متکبر انسان د ځان په هکله د نورو څخه هر وخت توجه او پاملرنه غواړي، مګر خپله هیڅ چا ته او د هیچا خبرو ته توجه او پاملرنه نه کوي.
۱۶- د خپل لاس په مچیدو ډیر زیات خوشاله کیدل.
او داسې نور….

د تکبر علاج:
۱- د ځان د خلقت په هکله غور او فکر کول، چې الله تعالی د ناچیزه نطفې څخه پیدا کړ، د ماشومتوب او بیا د بوډاتوب په وخت کې د اودس مات کنترول هم نلري.
۲- د متکبرینو ملګرتیا فورا پریښودل.
۳- د متواضع او عاجزي کوونکو صالح ملکرو ملګرتیا غوره کول.
۴- هر وخت د قبرستان، روغتون، لیونتون څخه لیدنه کول او د مریضانو پوښتنې ته ور تلل.
۵- د کور سودا، پر اوږو راوړل، د کور، کلي، مدرسې، مکتب، پوهنتون، خانقا او.. په نظافت او پاکاري کې د عکس اخیستلو څخه پرته ونډه اخیستل.
۶- په کور او عامو اجتماعاتو کې خدمت کول، آشپزي کول، جارو کښي کول، د میلمنو اکرام کول، لوښي پریولل او…
۷- د فرعون ، هامان ، قارون ، ابوجهل او نورو متکبرینو په حالاتو کې فکر کول او ورڅخه عبرت اخیستل.
۸- د ځان په هکله د خپلو مخالفینو خبرې اوریدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx