ټکنالوژي

سامسنګ د پیاوړې بیترۍ او متوسطې بیې موبایل (ایم ۱۲) وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): سامسنګ شرکت د متوسطې بیې نوی ځیرک موبایل چې په یو شمېر ځانګړتیاو سمبال دی وړاندې کړی دی.

ګلیکسي ایم ۱۲ (Galaxy M12) موبایل کې چې ډير ژر به په نړیواله کچه بازار ته وړاندې شي، د سامسنګ خپل ایکسینوس ۸۵۰ پراسیسر ورکړل شوی په داسې حال کې چې د اندراید ۱۱ چلونکی نوی سیستم په کې ځای پر ځای شوی دی.

دغه موبایل د ۹۰ Hz ریفریش نرخ سره ۶.۵ انچه ډیسپلی لري.

په ایم ۱۲ موبایل کې ۶۰۰۰ ملي امپیره ستره بیترۍ ورکړل شوې چې د ۱۵ واټه چټک چارجنګ ملاتړ کوي.

یاد موبایل په دوه نسخو کې وړاندې کیږي، د ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظې نسخه یې په ۱۵۰ امریکایي ډالره او د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې نسخې بیه یې ۱۸۵ ډالره ټاکل شوې ده.

موبایل شاخوا ته ۴ کامرې لري چې تر ټولو ستره یې ۴۸ میګا پېکسله ده، ددې سربېره ۸ میګا پېکسله د پراخې زاویې سره، ۵ میګا پېکسله ژورتیا سره او ۲ میګا پېکسله د میکرو کامره ورکړل شوې ده. د سیلفي کامره یې د څاڅکي په بڼه په ښيښه ورکړل شوې چې ۸ میګا پېکسله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx