افغانستانسولې اړوند خبرونه

کابلوف: ټولو بلل شویو لورو د مسکو ناسته کې د ګډون بلنه منلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی  «ضمیر کابلوف» وايي، د افغان سولې په تړاو د ورسیې  په پلازمېنه کې جوړېدونکې  ناستې ته بلل شویو  لورو د ګډون بلنه منلې.

ټاس خبري اژانس د کابلوف له قوله، چې ټول هغه لوري  چې  د مارچ میاشتې په اتلسمه نېټه په مسکو کې جوړېدونکې ناستې ته بلل شوي وو، د ګډون بلنه یې منلې.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په  دې ناسته کې  به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استاز ی «زلمی  خلیلزاد» هم برخه ولري.

د مسکو ناسته چې د افغان سولې پروسې د چټکتیا په موخه رابلل کېږي، د پاکستان، چین، امریکا، کابل او طالبانو استازي  ورته  بلل شوي او تر څنګ يې  ښايي د پخلاینې  عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» او پخوانی  حکومت مشر  «حامد کرزی» هم برخه پکې واخلي او یو شمېر مطرح سیاسیون هم ناستې ته ورشي.

د کابل  حکومت د بهرنیو چارو وزارت که څه هم وايي، د افغان سولې په تړاو د سیمې د هیوادونو له هڅو هرکلی کوي او د روسیې  ناستې  ته خپل پلاوی  لېږي؛ خو تر دې دمه ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي نومونه نه دي څرګند شوي.

دغه ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د امریکا د متحده ایالاتو نوې ادارې د افغان سولې په برخه کې کېدونکې هڅې چټکې کړې او په  افغانستان کې يې  د  یوه مؤقت حکومت د جوړېدو وړاندیز  هم کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  «انتوني بلینکن» غني  او عبدالله ته په لېږلي لیک کې ویلي وو، چې هیواد یې  د نورو انتخابونو تر  څنګ په می میاشت کې  د ټولو عسکرو په ایستلو هم غور کوي، چې له امله یې ښایي امنیتي وضعیت په بې ساري ډول خراب شي  او طالبان ګڼې  لاسته  راړونې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx