افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیې په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو هیله څرګنده کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): د روسیې د  بهرنیو چارو وزارت وایي، د سولې په خبرو کې باید افغانان خپله تصمیم ونیسي او په راتلونکي کې د یوه لنډ مهالي هر اړخیز حکومت په جوړېدو سلا شي.

د روسیې د بهرنیو چارو  وزارت  ویاندې «ماریا زاخاورا» په مسکو کې يوې خبري ناستې ته ویلي، چې روسیه د طالب جنګیالیو د «ادغام» او د شته بحران د حل لپاره د لنډ مهالي پراخ بنسټه حکومت جوړېدل ښه ګام بولي، چې په اړه یې باید افغانان خپله تصمیم ونیسي.

نوموړې وړاندې زیاته کړې «افغانان باید خپله د ملي پخلاینې په مذاکراتو کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو په اړه تصمیم ونیسي.تاسو زموږ له دریځه خبر یاست؛ خو یو ځل بیا ټینګار کوو، چې د طالب جنګیالیو د ادغام او د بحران د حل لپاره پراخ بنسټه لنډ مهالی حکومت یوه منطقي پرېکړه ده؛ خو دا مسئله باید افغانان په خپل منځ کې وڅېړي.»

د زاخاروا پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د سولې بهیر د چټکتیا او د مؤقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی.

په دې طرحه کې راغلي، چې لومړی دې یو لنډ مهالی حکومت جوړ شي او ددې حکومت د دورې تر بشپړېدو وروسته دې بیا ټاکنې وشي او نوی نظام دې منځته راوړل شي.

ورته مهال روسیه بیا د افغان سولې پروسې د چټکتیا په موخه په مسکو کې ناسته رابولي، چې ښایي د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه نېټه ترسره شي.

په دغه ناسته کې د پاکستان، چین، کابل، امریکا او طالبانو استازي  برخه اخلي او د پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» او د پخلاینې عالي شورا د رییس «عبدالله عبدالله» په ګډون یو شمېر مطرح سیاسیون ښایي ګډون پکې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx