شعـــــرونه

د غزې ګلابه!

د سرو وینو سمندر کې دې ګزران دی
لکه سپند غوندې مجمر کې دې ګزران دی
اخ،
پر زخمي زړه دې سلها داغونه ټول دي
ته به وايي سره ګلونه د غاټول دي
خو

ستا شاوخوا شیخان په جام نسکور پراته دي
دا خر مسته صبح و شام نسکور پراته دي

دوی له عیش او له عشرت کله وزګار دي؟
دوی نشه دي، دوی زنګیږي، دوی خمار دي

نه زنګي عماد الدین نه ایوبي شته
چې دې وګټي اوس چیره توریالي شته؟
ګرانه!
ستا ټپي ټپي بدن ته کتی نشم
د اقصې سوې لمن ته کتی نشم

ستا زړګي باندې زخمونو ته مې خیال دی
خو بې لاسه، بې پښو یم دا مې حال دی
ګلابه!
زه هم ټول پرهر پرهر یم راته ګوره
پورته کیږي شنه لمبه زما له کوره

مودې وشوې یو سور اور پر مونږه بل دی
هر یو هډ مو دې لمبو کې جل و بل دی

نور

له انسان او انسانیته مې نفرت دی
له آینې سره مې ځکه خصومت دی

خو، ګرانه!

زموږ وینو نه به جوړ یو وخت دریاب شي
امید شته چې دښمنان مو ټول غرقاب شي

نعمان دوست، د چنګاښ ۲۳مه،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x