افغانستان

هرات ښار کې موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): د هرات ښار په څوارلسمه امنیتي حوزه کې د پولیسو پر یوه مرکز باندې موټر بم برید شوی، چې له امله یې دولتي عسکرو ته مرګ  ژوبله اوښتې.

ځایي چارواکي وايي، چاودېدونکي توکي په یوه «فلاینکوچ» موټر کې ځای په ځای شوي وو، چې په څوارلسمه امنیتي حوزه  کې د پولیسو له یوه مرکز سره چاودنه ورکړل شوه.

د هرات والي هم پېښه مني؛ خو پرته له دې چې د پېښې په اړه نور جزئيات ورکړي، رسنیو ته یې ویلي، چې سیمې ته ژغورونکي ټيمونه او تازه دمي عسکر رسېدلي.

بل لور ته د هرات د عامي روغتیا ریاست وایي، د پېښې له ځایه یو جسد او پنځه ویشت ټپيان روغتونونو ته لېږل شوي دي، چې ملکي وګړي او دولتي عسکر پکې شامل دي.

ویل کېږي، له چاودنې وروسته د هرات په ښار برېښنا هم غوڅه شوې.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی؛ خو دا په تېرو دوو ورځو کې دویم موټر بم برید دی چې په یاد ولایت کې ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کابل حکومت دی هم ووایی چی د نامعلومو کسان بمبارد کړی او مسؤلیت دی نه منی. موټر بمب بیغیر له طالبانو نور څوک کوی دا د #. څومره د شرم ځای دی کافرو سره توافقنامه او سوله پر خپل ملت موټر بمب برید.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx