روغتیا

پنځه داسې شیان چې له ناروغۍ څخه پاک ژوند دربخښلی شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): د بریتانیا طبي ژورنال (BMJ) په یوه خپور کړي راپور کې هغه عادتونه او شرایط په نښه کړي چې د صحتمند او روغ ژوند لپاره اړین ښودل دي.

څیړونکي وایي، د ژوند یو شمېر طرزونو ځانګړتیاوې د انسان پر وړتیا نه یوازې د اوږدې مودې لپاره اغیز کوي بلکې په عمر پورې اړوند ناروغیو کې هم زیان رسوي.

دوی څرګنده کړه چې له ناروغۍ خالي ژوند تېرولو لپاره پنځه اصلي شرایط په لاندې ډول دي:

سګریټ څکل پریږدئ

له سالم وزن څخه واخلئ

لږ تر لږه د ۳۰ دقیقو لپاره فزیکي فعالیت (ورزش) ترسره کړئ

له الکول څخه لرې اوسئ

د ښه کیفیت، روغتیایي خواړه غوره کړئ.

څیړونکي وایي، میرمنې چې په ۵۰ کلنۍ کې وي، که چیرې پورتني شرایط مراعات نه کړي په دوی کې په اوسط ډول تر ۲۴ کلونو د سرطان، زړه ناروغیو، شوګر او د وینې جریان ناروغۍ نه رامنځته کیږي.

که چیرته د پورتني شرایطو څخه څلور یا پنځه واړه د یوې ښځې په ژوند کې ښکېل شي، هغه کولی شي تر ۳۴ کلونو پورې له ناروغیو پرته ژوند وکړي.

او نسبتا نارینه و ته، که پورتني شرایط سړي مراعات نه کړي، ددوی لپاره له ناروغیو خالي ژوند متوسط عمر ۲۴ کاله دی، خو که چیرته څلور یا پنځه واړه شرایط مراعات کړي له ناروغیو خالي عمر اوسط یې ۳۱ کاله ښودل شوی، یعنې تر دې عمره به له ناروغیو خالي وي.

څیړونکي لیکي چې خلک په عموم کې ډير کالوري، سنټریټ شوي غوړ، بوره او مالګه کاروي، په داسې حال کې چې دوی کافي اندازه میوه، سبزیجات، ماهیان یا فایبر نه کاروي، دوی د خوراکي رژیم په څارلو ټینګار کوي چې د ژوند په اوږدولو کې اهمیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx