افغانستانسولې اړوند خبرونه

سي اېن اېن: پنټاګان د پوځیانو ایستلو پلانونه جوړ کړي، بایډن وروستۍ پرېکړه په څو اوونیو کې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو نوې ادارې د افغانستان د جګړې او خپلو عسکرو د ایستلو په تړاو له ناټو او خپلو متحدینو سره سلامشورې روانې کړې دي او ښايي د راتلونکې اپریل میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په همدې تړاو وروستۍ پرېکړه وکړي.

سي اېن اېن د پنټاګان د یو شمېر چارواکو له قوله لیکلي، چې بایډن به دافغانستان په اړه خپله وروستۍ پرېکړه د اپریل میاشتې تر لومړۍ نېټې هاخوا نه ځنډوي؛ ځکه که د دوحې له توافقنامې سره سم د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو پرېکړه وشي، نو په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته د یو شمېر هغو وسلو او تعمیراتو ورانول هم ورله غاړې دي، چې اندېښنه لري، ددوی تر وتلو وروسته به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د پنټاګان یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «سي اېن اېن» ته ویلي، امریکایي عسکر به تر خپله وسه وسلې د هوا له لارې انتقال کړي؛ خو هر څومره چې د بایډن پرېکړه ځنډېږي، نو  امریکايي ځواکونو ته ددې اړتیا زیاتېږي، چې  ټولې هغه وسلې او تعمیرات په منفجره موادو له منځه یوسي، کوم چې د طالبانو لاس ته د لوېدو ویره پرې کېږي.

د پنټاګان د چارواکي له قوله، پنټاګان تر می میاشتې  پورې  د  عسکرو د احتمالي را ایستلو او هلته د شته نظامي وسایلو، وسایطو او تعمیراتو د سپارلو او یا هم له منځه وړلو لپاره پلانونه لري او د سپينۍ ماڼۍ ددې احتمالي کېدونکي امر د عملي کولو لپاره طرحې لري چې «ټول عسکر تر  می میاشتې پورې  راوباسئ.»

امریکا له یوه مؤقت حکومت ملاتړ کوي

داسې مهال چې په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان د کړکېچ او د امریکایي عسکرو د بشپړې انخلاء په اړه سلا مشورې روانې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر سرپرستۍ لاندې د افغان سولې پروسې د چټکتیا هڅې زیاتې شوې دي او امریکا د سولې یوه نوې طرحه هم افغانانو ته سپارلې.

په دې طرحه کې راغلي، چې د افغان سولې بهیر باید چټک شي او په افغانستان کې یو مؤقت ګډ حکومت رامنځته شي، چې طالبان او د غني حکومت پکې برخه ولري او تر یوې مشخصې نېټې پورې دوام وکړي.

په طرحه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت تر  پای ته رسېدو  وروسته به ټاکنې کېږي او ښکېل لوري به د نوي سیاسي نظام په اړه سلا کېږي او تر څنګ به یې د ولسي او مشرانو جرګو په تشکیلاتو کې د طالبانو غړو ته ځای ورکول کېږي.

دغه طرحه چې د چټک تطبیق لپاره یې په ترکیه کې  د یوې ناستې د رابلل کېدو غوښتنه هم شوې؛ طالبانو او حکومت یې په اړه بحثونه روان کړي.

که امریکایي ځواکونه ووځي!

که څه هم امریکايي چارواکي د دوحې له تړون سره سم د ټولو عسکرو د ایستلو په اړه یو څرګند دريځ نه لري؛ خو د چارو شنونکي وایي، که چېرې بهرني عسکر په بشپړ ډول افغانستان پرېږدي؛ نو ددې خطر زیات دی، چې حکومت د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار اداره «سیګار»  وايي، اوسنی حکومت فاسد دی، او که بهرنیان ووځي، طالبان به په ډېر لنډ وخت کې د ارګ په دروازو ودرېږي.

د سیګار مشر «جان سوپکو»  وایي، افغانستان یو فاسد او د مخدره توکو د زیات تولید له امله یو ویران شوی  هیواد دی چې کله هم د امریکا ستراتيژيک ملګری نشي  کېدای او نه هم د امریکا ګټې خوندي کولای  شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Di America plaar

Americans & NATO forces should run fast and get out from Afghanistan. Otherwise you all gonna die in 1 night after 1st may. It’s my sincere suggestion.😁👈

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx