نظــر

اشرف غني! هيڅوک په تا نه دی ملامت!

عصمت قانع

تا د خپل اقتدار پښه په خپله په تبر ووهله، په انتخاباتو کې دې د بربنډ تقلب هڅه وکړه؛ رسوا شوې، بدنام شوې، ناکام شوې؛ خو د اقتدار د وصلت لپاره دې اساسي قانون د قربانۍ پسه کړ او د ملي وحدت حکومت دې جوړ کړ.

د جمهور رئيس پر اختياراتو، د قانون پر اجرايي تعاملاتو او د ملت د حقوقو پر مقدساتو دې د بازار معامله وکړه. په دې معامله کې هم ناکامه شوې. پارلماني انتخابات دې د شخصي معاملې بولۍ ته وغورځول.

چېرته چې قاچاقبر و، چېرته چې د مافيا د قيمار جيز ګر و، چېرته چې د ملت د ناموس سوداګر و، چېرته چې د جاسوسۍ د تاش د کارډونو جوګر و؛ د افغانستان د ولسي جرګې څوکۍ دې په بولۍ کې پرې خرڅې کړې.

د اقتدار د وصول په طمعه دې د پاکستان له پوځي استخباراتو سره هغه شان معاملې وکړې، چې برهان الدين رباني هم نه وې کړې.

ګمرکونه دې د انډيوالۍ دکانونه کړل، فساد دې کشاد کړ، د بيرغ عزت دې برباد کړ، د ملي حاکميت عزت دې سپک کړ او جمهوريت دې د ملي تصميم نيولو په ذلت تبديل کړ.

انډيواله !
اشرف غني صاحبه !
په تا هيڅوک نه دي ملامت؛ ته خداى، رسول، ملت، هېواد او ملي بيرغ ته د تاريخ په محکمه کې داسې ملامت يې، چې هيڅوک دې هم د برائت جرئت نه شي کولاى.

که شپه توره ده؛ مڼې خو په شمار دي، اوس به موږ له پټو ايرو څخه څادر پورته کوو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

محترم عصمت قانع ، د تاسو لیکنه په زړه پوری دی لکه چی د چیغو وهوونکی وخت هم پوره شوۍ وۍ او مداری کرزی ته دوباره لاره هواریدو کښی لیدل کیږی بلی غلامان همیش د بادارانو له خوا ښکته پورته کیږی او ددی څخه د ایران او روسیی غلامان تر اوسه ډیری ګټی پورته کړی دی او بی غیرته پنجابی پاکستان د خپلو تربیه شووغلامانو په واسطه اوس د افغانستان باداری ادعا لری ، بیا هم د امریکا پلیت رفتار به په افغانستان کښی بریالیتوب ته ونه رسیږی !!!!

عبدالواحد اڅګزۍ

دادى نده څرګده کړى 1%کمونسټاکفارپر99%مسلمانانوڅنګه حاکمان پاته کىد اى سى که ده عقل درلوداى تښتىد لى بګىل خلکىان اوپرچمىان به ىى بىرته نه واى راغوښتى چه دروس دسره فوج سره نامه اوذلىل سول

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx