افغانستان

سيګار: د ملي اردو د ۵۰۰ ميليونو ډالرو الوتکې په ۴۰ زرو ډالرو په کباړ پلورل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي اردو لپاره په ۵۰۰ ميليونو ډالرو ۲۰ الوتکې پېرل شوې وې، چې د څو کالو په تېرېدو ترې ۱۶ الوتکې د کباړ په بيه په ۴۰ زرو ډالرو پلورل شوي دي.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او پلټنې ادارې «سيګار» ملي اردو لپاره د پېرل شوو الوتکو د کباړ کېدو په اړه په خپاره کړي رپوټ کې دا څرګندونې کړي دي.

د سيګار د رپوټ له مخې د امريکايي ولس په ماليو دا الوتکې له ايټاليې پېرل شوې وې.
د سيګار مشر جان ايف سوپکو ويلي، د افغانستان بیا رغونې په پروژو کې دوه اعشاريه څلور ميليارده ډالرو پروژې ويجاړې شوي دي.

د سيګار سر مفتش جان ايف سوپکو

په رپوټ کې راغلي، چې د امريکا عدليې وزارت د ۲۰۲۰ کال په مې مياشت کې يوه اعلاميه کې ويلي و، چې د جي ۲۲۲ الوتکو د پروژې ناکامۍ په اړه به هېڅ ډول پوځي او ملکي دوسيه نه څېړل کيږي او نه به هم د پروژې د ناکامۍ له امله چا ته سزا ورکول کيږي.

سيګار وايي د ۵۰۴ ميليونو او ۹۰ لکو ډالرو په ارزښت ۲۰ ترميم شوې الوتکې د ايټاليې له لوري د افغان هوايي ځواک لپاره پېرل شوې وې، خو د څو کالو په تېرېدو په دغو الوتکو کې ۱۶ يې بېرته په کباړ کې په ۴۰ زرو ډالرو وپلورل شوې او ۴ نورې يې د جرمني په يوه پوځي هوايي ډګر کې ولاړې دي.

رپوټ زياتوي، چې په ۲۰۰۶ کال کې د امريکايي هوايي ځواک قومندان د افغانستان پوځ لپاره د يو شمېر الوتکو د اړتيا پوره کولو طرحه وړاندې کړه، په ۲۰۰۸ کې د دې الوتکو د پېرلو قراداد يوې امريکايي کمپنۍ ته ورکړل شوه.
د ۲۰۰۹ له مارچ مياشت څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې شپاړس الوتکې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورسېدې او څلور يې د جرمني ريمسټين پوځي هوايي ډګر ته ورسول شوې.

د الوتکو پيلوټانو او ترميم کوونکو ډېر ژر په دې اړه شکايتونه پيل کړل او اندېښنې يې ښکاره کړې، چې په دې الوتکو کې داسې ستونزې او کمزورۍ شته، چې د امنيتي ستونزو لامل کېدای شي.

د سيګار د رپوټ له مخې د دې پروژې د ناکامۍ تر ټولو ستر مسؤوليت د يوه امريکايي جنرال پر غاړه دی، چې اوس تقاعد شوی او له تقاعد وروسته يې په هغه شرکت کې دنده واخيسته، له کوم شرکت څخه، چې دا الوتکې پېرل شوې وې.

سيګار وايي، د الوتکو د پېرلو قرداد، چې کوم شرکت ته ورکول شوی و، د امريکايي هوايي ځواک په دې اړه خبرداری هم ورکړی و، خو چا ورته پاملرنه نه وه کړې.

په رپوټ کې اعتراف شوی، چې د امريکا په مالي مرستو جوړې شوې ودانۍ، ښوونځي، کلينيکونه، د برېښنا پيدا کولو پروژې او ګڼې نورې ودانۍ يا ناکامې شوي او يا هم د خرابېدو په حال کې دي.

امريکا، چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ، د طالبانو حکومت يې نسکور کړ او د کابل حکومت د مرستې لپاره يې ميلياردونو ډالر ولګول، خو وروستي رپوټونه وايي، د نږدې سل ملياردو ډالرو د لګولو سربېره هم په افغانستان کې د امريکا ګڼې پروژې، د اداري فساد او بې پرواهۍ له امله ناکامې شوي او اوس، چې امريکا له افغانستانه په وتو ده، د کابل حکومت ته يې خبرداری ورکړی، چې د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته به د امريکا مالي مرستې هم د ناامنۍ او جګړو د زياتېدو لامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظيمی

معنی دا چه د اوله سر کباړ رانیول سوی وو او خپله امریکایانو د خپلی مالي ډالرونه عیش او نوش کړی او تيغ يي پر ملي امريکايي جوړشوی اردو و کښي۔ ولی نه څيړل کيږی ? هغه دا چه په دي فساد کي لوړ پوړی امریکایی جنرالان او ديپلوماتان لاس درلودی۔ دا دغره څوکه را ښکاره سول مګر بیخ يي لا ډير جنجالی دي۔ او فاسد اوردو او حکومت تاسی په دي خوار ملت و ټپي۔ او جنرالان هم جنګ د خپل خورد او برد دپاره اوږدوی۔ الله مو نو هم وشرموه۔ح

عادل عادل

د دانش علاج ته به د پیسو اړتیا پېښه شوې وي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx