افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: ملګرو ملتونو د افغانستان د کړکېچ په پای ته رسولو کار روان کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» وایي، ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د روانو بحرانونو او کړکېچونو په پای ته رسولو کار روان کړی.

دغه څرګندونې بلینکن د ملګرو ملتونو له سرمنشي «انتوني ګویترش» سره د تلیفوني خبرو په دوران کې کړې دي.

بلینکن وایي، له ګویترش سره یې له لاسته راوړونو ډک مجلس درلود. ملګري ملتونه د افغانستان، ایتوپيا او برما د کړکېچونو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو شخړو په پای ته رسولو کار کوي.

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزات له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې تلیفوني خبرو په دوران کې بلینکن له ګویترش مننه کړې چې د یوه هر اړخیز سیاسي جوړښت او هر اړخیز اوربند د تامین په موخه یې د افغان سولې خبرو د پرمختګ لپاره کار کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د افغانستان په اړه غږېږي، چې امریکا د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام د جوړېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا لپاره نوې طرحه وړاندې کړې چې په اساس یې په کابل کې د یوه «ګډ، لنډ مهالی» حکومت جوړېدو وړاندیز شوی.

ددې طرحې د ژر عملي کولو په موخه د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې په ترکیه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوې ناستې د جوړېدو وړاندیز هم شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې «دیبورا لینز» په کابل کې له غني او نورو چارواکو سره تر لیدنو وروسته دوحې ته هم تللې او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر او کابل مذاکراتي ټيم له غړو سره لیدلي، او هغوی ته یې د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ ډاډ ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

په فارسی کی متل دۍ وایی: ماچه میګم دنبوره یی ماچی میګه،نن په دنیاکی یوعجیب اوغریبه سلسله شروع ده ما په جرمنی ،انګلنډ اوامریکاکی کلونه تیرکړی دی ډیری لویی اوعالیشانه کلیساګانی لری په داسی قیمتی ځایو کی موقیت لری چه ترهغوځایوقیمتی ځایونه یی په تماموښاروکی نسته ددوی عبادت هم په تمامه هفته کی یواځی یک شنبی ته رارسیدلۍ دۍ په دغه یوه ورځ هم ټولی کلیساته ۱۰کسه هم نه راځی اونه اهمیت ورکوی نه حکومت اونه یی سیاسیان پرخبره غوږګروی نوتاسوفکروکړۍ نودامریکاوزیرخارجه اودملګروملتوسرمنشی به زموږله دینه اوغوښتنوڅه خبروی دوی فقط مادیات ترنظرلاندی نیسی چه هغه زموږآرزوګانی اوخواهشات نسی پوره کولای… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx