لیکنېنظــر

د دوحې تړون په اساس، وړاندېز شوې طرحې مهار کیدای شي!

عبیدالله فهیم

د سیاسي جوړجاړي، سیاسي تړونونو، توافقاتو او سیاسي حل لارو لپاره په مذاکراتو کې چټکتیا، تلوار او عجله هېڅکله ګټوړه پایله نلري، بلکې د نزاع لوري همیش د سیاسي جوړجاړي پرمهال داسې کوشش کوي چې مقابل لوری د یو داسي پېچلي او ګونګ حالت سره مخ کړي ترڅو یې په سیاسي ډګر کې لاندې را ولي او بریا پرې حاصله کړي.

ځکه، ممکن یو لوری په اوږده جګړه کې د زیان، خسارې، ناکامۍ او محکومیت سره مخ شوی وي، مګر په مذاکراتو کې د پېچلو، ګونګو او ورخطا کوونکو حالاتو په ایجاد سره د جګړې کامیاب لوری د سیاست په ډګر کې محکوم او د جګړې په ډګر کې یې ترلاسه کړې بریاوې په اوبو لاهو کړي، ځکه نو په سیاسي ډګر کې هر قدم پورته کول ډېر زیات احتیاط ته ضرورت لري، ترڅو د جګړې په ډګر کې ترلاسه کړي بریاوي حفظ او د ملت راتلونکی هم تامین، او بې اندېښنې وي.

اوسني حالت کې د بهرنیانو له لوري سیاسي طرحې یوه ډېره حساسه موضوع ده، ځکه د دوحې د توافقنامې په اساس د اشغال پای ته ډېره کمه موده، څه له پاسه یوه نیمه مېاشت پاتې ده، په داسې حالت کې د امریکا او نورو بهرنیانو، د هرې طرحې سره خورا زیات په احتیاط مخته تګ پکار دی، ځکه د دوحې د توافقنامې په سر د مذاکراتو پر مهال هم امریکا په سیاسي ډګر کې د طالبانو د موقف د کمزورۍ، او د اهدافو څخه یې د انحراف په موخه نهایت زیات فشارونه وارد کړل، حتی مذاکرت یې ختم اعلان کړل ترڅو د فشار په نتیجه کې په طالبانو داسي څه ومني چې د طالبانو حیثیت او د راتلونکي افغانستان خپلواکي وننګوي، خو الحمدلله طالب د امریکا هیڅ فشار ته تسلیم نشو او یو ډېر ښه، ګټور او په نړۍوالو اصولو برابر توافق یې ورسره درلود.

نو اوس هم ویل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به په مسکو او بیا په قاهر کې ځینې غونډې وشي او د راتلونکي سیاسي حالت په نقشه به یو توافق ته سره ورسیږي، دا چې په تیر کې طالبان په پوره زیرکتیا او حوصلې د امریکا سره په مذاکراتو کې په مخ ولاړل او داسي یو تړون يې ورسره درلود چې انشاالله کاملاً د افغانستان د خپلواکۍ، راتلونکي سوچه اسلامي سیاسي نظام او د افغانانو د ټولو علیا مصالحو تضمین کوونکی دی.

نو اوس هم طالبان د راتلونکي د ډاډ او اطمنان په موخه او ددې لپاره چې تېرو لاسته راوړنو ته یې خطر او ګواښ ایجاد نشي په پوره احتیاط او تدبیر مخ په وړاندې ځي، ځکه ممکن امریکا یا نور بهرنیان په وړاندیز شویو نویو سیاسي طرحو کې داسي څه طالبانو ته د منلو لپاره په مېز کیږدي، چې په نظامي او سیاسي برخه کې د طالبانو تیرو لاسته راوړنو ته یو نوعه چلینج او ګواښ وي، حتی داسي څه هم کیدای شي، چې د دوحې تړون چلینج کړي، نو طالبان به د دغه ممکنه متوقع ګواښونو د رفعې او په دې موخه چې په راتلونکي کې یې د افغانستان د ګټو خلاف، د هر نوعه غیر منطقي استدلال او مداخلاتو مخه نیولې وي، لکه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د کړنلارې په څېر، په راتلونکو توافقاتو او سیاسي حل لارو کې هم د دوحې توافقنامه اصل وګرځوي او د توافقنامو په محتوا کې ذکر کړي چې: په یاده سیاسي حل لاره یا سیاسي توافق کې هره برخه د دوحې د توافقنامې په چوکاټ کې د توجيه وړ ده او د دوحې د توافقنامې سره هر نوعه مغایرت او تعرض یې لغوه او مردود دی.

په دې سره به یې د راتلونکي لپاره د ټولو فرصت طلبه عناصرو د مداخلې او اعتراضاتو مخه ډپ کړي وي.

ځکه په نړۍ کې هیڅ سیاسي نظام د فیصدۍ په اساس د اشخاصو او قومونو په نوم برخې او موقفونه نه توجیه کوي، بلکه په ټولو نظامونو کې معیار د هر موقف لپاره اهلیت دی، هر څوک چې په یوملت کې د هرقوم، هرنژاد او ټبر څخه وي، چې اهلیت، وړتیا، استعداد او مسلکیتوب ولري، د نظام په چوکاټ کې د خدمت جوګه کېدای شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

لیکونکی یوه خوشباوره لیکنه کړی ده چه خدای تعالی دی وکړی طالبان هم خپل مسئولیت داسلامی نظام په راوستلو کی او بیا هغه ته دسم او واضح لیارو لرابرولو کی ادا کړی. هیله دشل کالو قربانی ضایع نسی. زه فکر کوم ټول ملت له هغوی نه توقع لری چه هم خپله او هم دنورو افکار په جدی ډول تر نظر لاندی تکرارا تیر کړی او داستامبول په مذاکراتو کی ضعیف موقف ونه منی. همدا ډول دافغانستان دټولو مسلمانو مفکرینو نه هیله کیږی چه دموقت حکومت په مسوده کار وکړی او دهغه نواقص او خلاګانی چه اسلامی جکومت ته مضر وی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx