افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: حکومت د روسیې او ترکیې په ناستو کې ګډون کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، حکومت چمتو دی د روسیې او ترکیې په ناستو کې ګډون وکړي؛ خو په خبره يې، تر دې دمه  لا هم پلاوی نه دی ورته ټاکل شوی.

محب چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې حکومت د مسکو او استانبول په ناستو کې د ګډون لپاره چمتو دی؛ خو د روسیې د مؤقت حکومت د ملاتړ له دریځ سره توافق نه لري او نه هم لنډ مهالی حکومت د افغانستان د جګړې د حل په لاره چاره پېژني.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د پخلاینې عالي شورا په دواړو ناستو کې د ګډون کوونکو غړو د شمېر په مشخصولو کار کوي او که چېرې د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړي په دې ناسته کې ګډون وکړي؛ نو د حکومت له لوري به هم د مرکچي پلاوي غړي ورولېږل شي.

محب ددې تر څنګ اعتراف وکړ، چې په بحرین کې یې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او د پاکستاني استخباراتو له رییس سره لیدلي دي او د نورو مسایلو تر څنګ د افغان سولې په اړه هم ورسره غږېدلی.

د محب په خبره، پاکستان په راولپنډۍ کې او حکومت په کابل کې د ناستو غوښتنه کوله؛ خو د برتانیا په منځګړیتوب دواړو لورو په بحرین کې د ناستې په کولو توافق وکړ او هوکړه وشوه، چې دا ډول ناستې به دوام پیدا کوي.

د مسکو ناسته چې د افغان سولې پروسې د چټکتیا په موخه رابلل کېږي، تمه ده د طالبانو او کابل حکومت د استازو تر څنګ یو شمېر افغان سیاسیون او د چین، ایران او پاکستان استازي هم پکې برخه واخلي.

دغه ناسته چې د روانې میلادي میاشتې «مارچ» په اتلسمه نېټه جوړېږي، درې ورځې دوام کوي او په پای کې يې یوه ګډه اعلامیه خپرېږی.

ورته مهال تمه کېږي، چې د ترکیې په استانبول ښار  کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي او د افغان سولې په تړاو جدي پرېکړې پکې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx