لیکنېنظــر

استامبول؛ او د افغانانو د پخلاینې او بدلون ورک مقدر!

استاد محمد زمان مزمل

پخلاینه او بدلون دوه متضاد فکتوره:
په افغانستان کې بې ثباته پخلاینې تکرار شوې او د تکرار ناکامۍ نه افغانستان همېشه تر تېر په یؤ بدتر حالت کې واقع شوی روان دی.

د خلکو سره اسانه او ضروري حل د جنګي ډلو پخلاینه ده مګر په تېرو ناکامو پخلاینو کې د جنګ مخکښان بیا په خپلو کې له پخلاینې نه د بدلون په ځای بل جنګ او تقسیم ته تللي دي.

همدلته ده چې ملت په دې اوږده جنګ کې دواړو”سولې او بدلون” ته د ضرورت فلسفه زده کړه او هغه چې د یؤ بې طرفه حکومت سیاسي نعره پورته کوي د هغوی مطلب همدا ده چې دا ملت مؤقتاً د جګړمارو د تسلط او په خپلو کې د غچ اخیستنې نه لږ ګوښی او دمه شي په دې معنا چې په افغانستان کې پخلاینه مهمه ده مګر بدلون تر پخلاینې لا زیات، په دې خاطر چې هر ځل په کې هماغه مو چې وژني د افغانستان مقدر بیاهم په یؤه خامه فیصله کې هماغه جنګي مشرانو ته او یایې ځینو ته سپارل شویده.

د ګورنر هاوس پرېکړه ،د مکې او مدینې د چکري پخلاینو سلسله او پای په بُن کې د محدودو ډلو په شکلي غونډه کې د افغانستان تېر شل کلن جنګ همدغسې ډیزاین شو چې موږ پکې جنګي ډلو او یا ځانګړو جنګي ډلو ته وسپارل شو.

هغه چې ملي درد لري پر ملت یې زړه خوږېږي هغوی پوهېږي چې بې بدلونه پخلاینه په حقیقت کې د بل جنګ لپاره یؤه دمه ده او بدلون تر پخلاینې مهم دی ،که د جنګي ډلو پخلاینو امنیت او سوله زېږولائ شوائ نن به موږ د ګَوي د شهیدانو په هدېرو کې هم شمشاد کرلي وای.

ولې د افغانستان برګ او له ښه نه په هر ځل په بد تحول اوختې اوضاع وښودل چې دلته د افغانانو نه زیات هغه بهرني راغلي اشغالګر هم د یؤ حقیقي حل نه عاجز پاتې شویدي.

تاسې وګورئ امریکا له طالب سره هوکړې ته ولاړه او په پاتې پړاوونو کې امریکا د خپلې سولې ریل ګاډي ته په افغانستان کې د پټلۍ جوړولو سلسله د همدغه افغاني ډلو لخوا چلنجیږي.

ټرمپ یؤ ځل په خپله غوڅه لهجه طالبان چلنج کړل ولې ټرمپ خپله امسا ښکته کړه چې طالب د حریف حوزې ته پورې نه وځي ولې د طالب په حریف یې تر دې دمه او د امریکا د بهرنیو د وزیر تر لیک پورې لس ځله امسا لاندې او پورته کړه د انتخاباتو په مسله کې،  د دوه تحلیفونو په مسله کې،  د انس حقاني په مسله کې، د بندیانو په مسله کې او اوس د قطر د مذاکراتو په اړه دا څووم ګواښ چې امریکا پکې د کابل مشران په نښه کوي.

که د شوروي د اشغال په مهال د مایاروف لیکنه له وضعې نه یؤ شهکار تصویر وه په ننني اشغال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سکروټو ډک لیک دا ددې پړاو یؤ شهکار تصویر دی.

د رئیس جمهور د اول معاون ځینې اظهارات داسې ښکارېدل چې هغوی د امریکا د امسا په وړاندې نور بې حوصلې شویدي او هغوی فکر کوي چې امریکا پر هغوی او افغانستان طالبان مسلط کوي او تر شا پاکستان، ولې د ملي اندېښنو نه فارغ کابل او پکې مشران پخپله د همدغه وضعیت لپاره لاره هواروي سیاسي ډلې تقسیم دي، شخصیتونه پکې د سپین دریځ او سپینو خبرو نه پدې پلمه ځان دېخوا اخوا کوي چې نورو ته د کرونا ماسک پلمه کړي او هغه چې په حکومت کې دي هومره متفاوت غږېږي چې د طالب لپاره همدا کافي ده چې هغوی په خپل دریځ ودرېږي.

د امرالله صالح تُند دریځونه او د ډاکټر عبدالله سولې خواته منطقي میلان او تر شا د نورو مشرانو هڅې چې غواړي چې سوله د څو محدودو شخصیتونو په ناستو کې ډیزاین کړي دا ټول ښئي چې دلته نور هغه د پخلاینې فضا هم تر تېر زیاته مکدره شوېده، بدلون چې یؤ دروند فکتور ده هغه د افغانانو په سوچ او تدبیر کې نه ځاییږي.

راتلونکی استامبول به وښئي چې په کابل کې د خبرو لپاره څه ډؤل یؤه مجموعه ډیزاین کړې ورځي هغه چې بیابه هم پکې افغانستان نه د خلکو ممثل حکومت پیدا کړي او نه د بدلون چانس، او بیابه هم دا ملت وي او همدا تقسیم سیاسي مشران او بیابه هم همدا سیاسي مشران وي او د ګواښ سیاسي امسا په لاس واشنګټن.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx