افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلایني عالي شورا: د امریکا د وړاندیز  شوې طرحې ارزونه روانه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا وایي، د افغان سولې په  تړاو د امریکا د متحده ایالاتو له لوري وړاندیز شوې طرحې ارزونه روانه ده او ژر به یې په اړه مؤقف اعلان شي.

د پخلاینې عالي شورا مرستیال «عطاءالرحمن سلیم» وايي، ددې طرحې د ارزونې لپاره یوه کاري ډله ګمارل شوې چې ژر به یې  په اړه خپل یوازینی مؤقف اعلان کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې پخلاینې عالي شورا ښايي د طرحې د ځینو برخو د تعدیل وړاندیز وکړي؛ خو د سولې لپاره یې یو فرصت بولي  او باید له لاسه ورنکړل شي  «ټاکل شوې ده چې همدا کاري کمېټه د پخلاینې عالی شورا د غړو نظرونه ددې طرحې په باره کې راټول کړي، توحید يې کړي  او  په نږدې راتلونکې کې د پخلایني عالي شورا رهبري کمېټه راوبلل شي  او نظرونه يې  په وړاندې کېښودل شي، تر څو په اړه يې یوازینی دریځ اعلان شي.»

دغه طرحه چې د امریکا  له لوري طالبانو، کابل حکومت او سیاسیونو ته سپارل شوې ده د سولې خبرو د چټکتیا په موخه په  افغانستان کې د یوه لنډمهالي حکومت په جوړېدو پکې ټينګار شوی او ویل شوي دي، چې ولسي او مشرانو جرګو کې به د طالبانو غړو ته هم ځای ورکول کېږي.

له یادې طرحې سره سم باید مؤقت حکومت یوه مشخصه دوره وخت ولري او د یاد وخت تر بشپړېدو وروسته ټاکنې وشي او د افغانستان راتلونکی نظام جوړ شي.

طالبان که څه هم ددې طرحې  په اړه  د بحثونو له دوام خبر ورکوي؛ خو په کابل کې يې په اړه بېلابېل دریځونه موجود دي.

د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» وویل، ددې طرحې تر  منلو مرګ ورته غوره دی؛ خو بهرنیو چارو  وزارت،  پخلاینې عالي شورا او یو شمېر سیاسیون وايي، د طرحې په اړه بحثونه کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx