نظــر

دوه لیکونه، دوه تاریخه

عبدالرشید کامران

د روان 2021 ز کال د فبروري په شپاړسمه نېټه چې د 1399 هـش کال د دلو میاشتې له 28 مې ورځې سره سمون خوري، په قطر هیواد کې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس او سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا د امریکا اولس ته یو خط ولیږل شو، د خط ژبه ډېره سنجیده، صفا او صادقانه وه، په مکتوب کې د امریکا اولس او حکومت دواړو لپاره د سر خلاصي پرېمانه خبرې پرتې وې، په عین حال کې چې، د جرمني هیواد په بروکسل ښار کې د ناټو سازمان مهمه غونډه دائرېدونکې وه، امریکا اولس ته د سیاسي مرستیال مکتوب، د دې صف په سیاسي ځیرکتیا دلالت کوي.

طالبانو په مکتوب کې امریکا ته خپل حیثیث ور یاد کړ او دا خبره یې په ډاګه کړه چې له افغانستان نه ستاسو اخراج خپله ستاسو په ګټه دی، په خط کې د دوحې د تړون په بشپړه توګه د تطبیق یادونه هم شوې وه، د سولې د روانې پروسې د موثریت او کامیابۍ په خاطر چې په مکتوب کې کوم نقاط وړاندې شوي وو، هغه سل په سلو کې واقعیت او په حقیقت مبني دي، د مکتوب په پای کې راغلي وو چې ” ګران افعانستان او اولس یې له یوې تپل شوې جګړې سره لاس او ګریوان دی، د دې جګړې ختمول د ټولو مسئولیت او د ټولو په ګټه دی او د پای ته د رسولو لپاره یې د دوحې تړون بشپړ تطبیق تر ټولو ښه لاره ده”

په مجموع کې خط د افغانانو د اسلامي او ملي غرور سره سره د افغاني مزاج سمه ترجماني هم وکړه، د هم دې مکتوب نتیجه وه چې د ناټو سازمان یې سربداله کړ او خپله پرېکړه یې په ډاګه نه کړه، بلکې د یو مبهم اعلان په ترڅ کې یې غونډه پای ته ورسوله. یقینا د امریکا غوندې سامراج ته هغه څوک داسې پیغام لیږلای شي چې اتلس میاشتې یې سترګې په سترګو کې ورسره اچولې وي او کابو دوه لسېزې یې د سر په کاسه کې اوبه ور کړې وي، بې له شکه دا ویاړ د طالب په برخه دی چې نولس کاله یې له امریکا او متحدینو سره ټټر او واهه او اخیر یې دې ته اړ کړه چې له افغانستان نه پښې سپکې کړي او اشغال ته خاتمه ورکړي.

بلې خوا ته چې کوم خط د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د کابل ادارې مشر اشرف غني او حواریونو ته راغلی دی او د ادارې مشران یې له حیرت سره مخامخ کړي دي، له هغه نه  د ادارې غلامي او بلواکي هر چا ته روښانه ده، د خط له آمرانه لهجې نه برېښي چې د بادار او غلام د یارانې تار نور په شلېدلو دی او ډېر ژر به یو ځل بیا د تېر په څېر غلامان د بادارانو له خوا رسوا او شرمنده شي، د بلینکن په خط کې اولسمشر ته داسې خطاب شوی دی چې ” د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته که بیا هم د امریکا متحده ایالات ستاسو د پوځونو سره مالي ملاتړ جاري وساتي، زه وېره لرم چې امنیتي وضعیت به تر دې هم خراب شي او طالبان کیدای شي په چټکۍ ځمکې لاندې کړي” د خط په پای کې بلینکن، د ادارې مشر ته په داسې الفاظو خپل حیثیت ور یادوي چې ” زما د لهجې په عاجلتوب باندې ځان پوهه کړئ او د درکړل شوې تګلارې په اړه جدي او وسئ”

دا دواړه خطونه اوس د تاریخ برخه دې او د ازاد او غلام مالومولو په پار ښکاره ثبوتونه دي، طالب لوری یې امریکا ته هیڅ ټیټه نه وایي او په دې جد وجهد کې دي چې دا دبدبختیو اصلي لامل، امریکا او متحدین  له خپل هیواد نه وشړي او خپل کړېدلي اولس ته د امن او سولې مژده واوریي، د کابل اداره بیا هڅې کوي چې په څه بهانه خارجیان را حصار کړي او د دوی د ظلم او وحشتونه لړۍ څه موده نوره هم وغځیږي،

تاریخ به خامخا ولیکي چې د یویشتمې پېړۍ په پیل کې چې کله امریکا په افغانستان کې خپل ګوډاګي رژیم ته آمرانه الفاظ کارول او غلامانو یې د ځواب توان هم نه لره، په هم دې عصر کې د دې هیواد ریښتوني اتلانو امریکا ته د سر خلاصي مکتوب اولېږه او هغوی ته یې خپل مقام ور یاد کړ، تاریخ به خامخا دا خبره ثبت کړي چې کابو نولس کاله د کابل ادارې ګوډاګیانو د طالب په خلاف له امریکا سره لاس یو کړي وو، مرستې او اسلحې یې ترې اخیستلې او دهغوی غلامي یې کوله خو امریکایانو په پای کې هغه بائي پاس کړل او د زبېښلي آم په څېر یې کچره داني ته او غورځول، په مقابل کې بیا طالب د امریکا په خلاف کلک مقاومت وکړ، په ځان یې هر رنګه کړاونه را ونیول خو د پردي یرغلګر سر ټیټي یې قبوله نه کړه،

تاریخ به خامخا ولیکي چې کله ټوله نړۍ د امریکا تر تاثير لاندې وه او د غلام فکره بادشاهانو به، د امریکا له ولسمشر سره ملاقات ته سترګې وتلې، په هغه وخت کې د اسلامي امارت قهرمانو مشرانو د امریکا د اولسمشر ډونالډ ټرمپ له لورې په کیمپ ډیوډ کې د ملاقات غوښتنه د پښو په نوک سره رد کړه او خپل ایماني او افغاني حیثیت ته یې زیان نه ورساوه،

تاریخ به دا هم ولیکي چې د امریکا مغرور اولسمشر ډونالډ ټرمپ بالاخره په دې قانع شو چې طالبان د هیواد ریښتني بچیان او اتلان دي چې له خپلې خاورې نه دفاع کوي، هو! تاریخ به دا هم اولیکي چې طالبانو د امریکا په ټول تاریخ کې د لومړي ځل لپاره امریکا دې ته مجبوره کړه چې د اشغال کړي هیواد له اصلي وګړو سره مخامخ خبرو ته چمتو شي او د جانب مقابل سره د مزاکراتو له لارې د قضیې حل را اوباسي.

و تعزّ من تشاء و تذلّ من تشاء…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx