افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره کتلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر  «اشرف غني» د امریکایي  پوځ د مرکزي قومندانۍ «سنټکام» له قومندان «جنرال مک کینزي» سره لیدلي او د افغان سولې پروسې او د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه لیدنه نن له غرمې وروسته په ارګ کې شوې او په مهال یې د اشرف غني  مرستیال «امرالله صالح»، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي  ځواکونو قومندان «سکاټ مېلر» او د امریکا د سفارت شارژدافیر «راس ویلسون» هم شتون درلود.

د خبرپاڼې په بنسټ، په دې لیدنه کې د افغان سولې  پروسې، د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت او له دولتي عسکرو څخه د ملاتړ په اړه خبرې وشوې او د «تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه وښودل شوه.»

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې د امریکا متحده ایالاتو د دوحې تړون په اساس له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو او یا هم د پوځي  حضور د دوام په اړه سلا مشورې روانې کړې دي او ښايي د روانې میاشتې تر  پایه په همدې تړاو وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس بهرني عسکر یوازې پنځوس ورځې  وخت لري، چې عسکر  په بشپړ ډول له افغانستانه وباسي.

د پنټاګان یو شمېر چارواکو رسنیو ته ویلي، چې امریکا د خپلو عسکرو د ایستلو په تړاو د پرېکړې لپاره ډېر وخت نه لري؛ ځکه که سپينه ماڼۍ د عسکرو د بشپړې انخلاء امر وکړي، نو امریکايي عسکر به اړ شي، یو شمېر هغه وسلې او وسایل انفجار کړي، کوم چې د طالبانو لاس ته یې د لوېدو وېره شته.

ورته مهال امریکا د افغان سولې پروسې د پرمختګ لپاره هڅې  هم چټکې کړي دي او ښایي په نږدې راتلونکې کې په ترکیه کې د سولې پروسې د چټکتیا په موخه د طالبانو او حکومت د لوړې کچې ناسته راوبلل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx