ټولنیزه برخه

زرپارې«ديارلسمه برخه»

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: احمد ګل ریان

د خپلې سختۍ په اړه د عمر رضی الله عنه خطبه:
کله چې عمر رضی الله عنه ته خلافت وسپارل شو، خبر شو چې خلک يې له سختۍ په ويره کې دي. د ښار خلک يې راټول کړل او تقرير يې ورته وکړ. له حمد او ثنا وروسته يې ورته وفرمايل:
زه خبر شوی يم چې خلک مې له سختۍ ويره لري او زما له تند او سخت مزاج څخه ډاريږي، دوی وايي چې عمر هغه مهال هم په موږ سختي کوله چې نبي عليه السلام زمونږ په منځ کې موجود و، هغه وخت يې هم سختي کوله چې ابوبکر رضی الله عنه زمونږ خليفه و، اوس چې ټول واک او اختيار ده ته انتقال شوی، خدای خبر د سختۍ او تند مزاجۍ به يې څه حال وي.

نو واورئ! هر چا چې دا خبره کړې ده، رښتيا يې ويلي دي. زه چې له نبي عليه السلام سره وم، غلام او خادم يې وم، تر دې چې الحمدلله په داسې حال کې يې له دنيا رحلت وکړ چې رانه راضي و، په دې برخه کې له ټولو خلکو زيات خوشبخته يم، بيا چې ابوبکر رضی الله عنه خليفه وټاکل شو، زه يې خادم او مددګار وم، ما به خپله سختي د هغه له نرمي سره ګډوله او تر هغه وخته له تېکې وتلې توره وم، تر څو چې هغه په تېکې نه وم پوښلی، تر دې چې ابوبکر رضی الله عنه هم په داسې حال کې له موږ رحلت وکړ چې له ما نه راضي و او په دې مورد کې هم له ټولو خلک زيات خوش قسمته يم.

اوس ستاسې معاملات ما ته سپارل شوي دي. په ياد ولرئ! اوس په هغې سختۍ کې څو چنده زيادت راغلی دی، خو يوازې د هغو لپاره چې په مسلمانانو ظلم کوي او پاتې شول هغه چې ديندار، په سمه لاره روان او سليم الفکره خلک دي، زه د هغوی په اړه له دوی نه زيات نرم يم، هو، البته څوک چې په چا ظلم وکړي، تر هغو به يې نه پرېږدم چې د مخ يو اړخ مې يې په خاورو او په بل اړخ يې ما پښه نه وي ايښې او هغه د حق اعلان ونکړي.

ای خلکو! په ما مو دا حق دی چې ستاسې له اجتماعي امدن څخه يوه «دانه» هم پټه او ورکه نکړم، دا حق راباندې لرئ چې د هلاکت کندې ته مو نه واچوم او تر څو چې تاسې د مسلمانانو د کارونو له امله بهر ياست او کور ته رانشئ، تر هغو به زه ستاسې د بچو پلار يم.

همدا خبرې مې وکړې، نور تاسې او خپل ځان ته له الله تعالی نه د مغفرت دعا کوم.

(حياة الحيوان ج: ۱ ص: ۴۶)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx