
د ننګرهار یوې محکمې پاکستانی ژورنالست په څلور کلونو بند محکوم کړی
نن ټکی آسیا (شنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۳): ننګرهار ولایت یوې محکمې پاکستانی ژورنالست په څلور کلونو بند محکوم کړی دی.
په نوموړي تور دی چې د قانوني اسنادو پرته افغانستان ته داخل شوی.
پاکستان ټوډی ورځپاڼې په کابل کې د پاکستان سفارت ویاند اختر منیر له خولې لیکلي چې په ننګرهار کې یوې محکمې د ARY تلویزوني کانال خبریال فیض الله خان په څلورو کلونو بند محکوم کړی.
دی وايي چې په نوموړي خبریال تور دی چې افغانستان ته يې له اسنادو پرته د ننوتلو کوښښ کاوه.
د منیر په وینا نوموړی د اپریل په میاشت کې نیول شوی و. «افغان چارواکو په افغانستان کې د پاکستان سفیر ابرار حسین ته په دې اړه مالومات ورکړي و چې ژورنالست یې تر هغې وروسته نیولی چې قانوني اسناد يې نه درلودل».
منیر زیاته کړې چې په فیض الله خان همدا راز تور و چې افغانستان ته د جاسوسۍ لپاره راغلی و، محکمې نوموړی په دغه دوسیه کې بري الذمه کړی او افغانستان ته د ناقانونه لارې د ننوتلو په دوسیه کې یې په ۴ څلور کاله جزا محکوم کړی.
د پاکستان سفارت ویاند وايي چې دوی په ننګرهار کې د افغان چارواکو سره خبرې اترې پیل کړي څو د فیض الله آزادي یقیني کړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات وايي چې د دغه ژورنالست د خلاصون لپاره هیڅ نشي کولای چې په وینا يې نوموړی غیرقانوني افغانستان ته داخل شوی و.
د دغه وزارت یو چارواکي له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې ویلي چې که نوموړی ژورنالست د قانوني اسنادو سره راغلی وی او یا يې په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات په جریان کې اچولی وی، دوی به یې د خلاصون لپاره هڅې کړې وې.