نړۍ

سریلانکا په اسلامي ښوونځیو او د ښځو پر بورکه بشپړ بندیز لګوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د سریلانکا حکومت د ښځو پر بورکه، مخ پټولو او په ټول هېواد کې له زرو زیاتو اسلامي ښوونځیو د بشپړ بندولو پریکړه کړې ده.

د رويټرز خبري اژانس په وینا، د سریلانکا حکومت د عامه امنیت وزیر سارت ویراسکارا د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي چې اوسني حالاتو ته په کتلو د بورکې اغوستل او مخ پټول ستونزې زیږوي، په دې تړاو یې یو امر لاسلیک کړی چې اوس به د تایید لپاره پارلمان ته استول کیږي.

هغه وویل، «په لومړیو وختونو کې مسلمانو میرمنو او انجونو هیڅکله بورکه نه ده اغوستې، دا د مذهبي افراطیت نښه ده چې په وروستیو کې راپورته شوې او موږ پرې خامخا بندیز لګوو».

سریلانکا کې چې اکثریت ملت یې بوذایي دین تابع دی، پر بورکه هغه مهال موقتي بندیز ولګېد چې په ۲۰۱۹م کال کې پر یوې کلیسا بمي چاودنه وشوه او له کبله یې له ۲۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سریلانکا عامه امنیت وزیر زیاتوي چې د حجاب اغوستلو زیاتوالی هېواد کې د افراطیت نښه ده او ملي امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړي د اسلامي ښوونځیو د بندیز په اړه وویل، «هیڅوک نشي کولی یو ښوونځی پرانیزي او څه چې یې زړه غواړي ماشومانو ته تدریس کړي».

په بورکه او اسلامي ښوونځیو بندیز د سریلانکا حکومت تېر فرمان تعقیبوي چې په دغه هېواد کې د لږکي مسلمانانو د پراخو لاریونونو سربېره یې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مسلمان قربانیانو د جنازې اخیستلو او ښخولو اجازه ورنکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
د ديموکراسي ، حقوق بشر ، حقوق زن ، ملګرو ملتونو کاذب ، انسان غولونکي سازمانونه چيري دي ، چي په سرينکا کي د مسلمانو ميرمنو د بشري حقوقو ږغ پورته کړي .
څرګنده او جوته ده ، چي ټولو په ګډه د مسلمانانو دښمنی ته بډي را وهلي . د اسلامي هيوادونو اجير ، غلام او بي همت امرأ هم په خپلو قصرونو کي د بي غيرتی او بي عزتئ نندارې کوي ، ولي په دي پوه وي چي ددوی دا د عياشی او فخاشی ورځي ډيري لنډي دي . ان شاألله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x