روغتیا

سعودي کې تر اوسه ۲ ملیونه کسانو ته د کرونا واکسین لګېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د سعودي د روغتیا وزارت اعلان کړی چې تر اوسه یې د هېواد په ټولو سیمو کې له ۵۰۰ ځانګړي مرکزونو څخه خلکو ته د کرونا واکسینو ۲ ملیونه ډوزه لګولي دي.

سعودي کې د کرونا ضد واکسین د ۲۰۲۰م کال دیسمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه پېل شول چې د تغذیې او درملو ادارې د فایزر-بیونتیک شرکتونو واکسین ثبت کړل، دغه راز دې ادارې وروسته د ماډرینا او استرازینیکا واکسینو د کارولو اجازه هم ورکړه.

دغه هېواد کې د واکسینو لومړیتوب دریو کټګوریو ته ورکړل شوی و، په دوی کې هغه کسان چې له ۶۵ کلنۍ پورته وو، هغه کسان چې په اوږدمهاله ناروغیو اخته وو او د روغتیا سکتور د لومړي خط کارکوونکي شامل وو.

د یادونې وړ ده، د سعودي حکومت تېره اونۍ پریکړه وکړه چې یوازې هغه کسان سږکال حج کولی شي چې د کرونا واکسین دوه یا یو ډوز یې لګولي وي.

د سعودي روغتیا وزارت د واکسینو لګولو لپاره یو اپلیکیشن جوړ کړی چې له مخې یې خلک کولی شي د واکسین لګولو لپاره نوم لیکنه وکړي، دوی له خلکو غوښتي چې ددغه ایپ له لارې ژر تر ژره نوم لیکنه وکړي.

تر دې مهاله په سعودي کې له ۳۸۲ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي، چې له مخې يې له ۳۷۲ زرو ‌ډير بیرته ښه شوي، په داسې حال کې چې ۶۵۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx