روغتیا

امریکا کې له ۱۰۰ ملیونو زیاتو کسانو ته واکسین لګول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو د عامې روغتیا ملي ادارې راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې له سل ملیونو زیاتو کسانو ته لږ تر لږه د کوويډ-۱۹ یو ډوز واکسین لګول شوي دي، په داسې حال کې چې د جو بایډن اداره غواړي دغه پروسه لا هم چټکه کړي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز ویلي چې د تېر کال په وروستیو کې د کرونا واکسیناسیون پېل شوې پروسې څخه تر دې دمه ۱۰۱ ملیونه کسانو ته د کرونا واکسین لګول شوي دي.

د یاد مرکز په وینا، ددغو شمېرو له مخې له ۳۵ ملیونو زیات کسان چې د امریکا ۱۰.۵ سلنه نفوس کیږي، بشپړ یا دوه ډوزه واکسین شوي دي.

امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې او قربانیان یې ثبت کړي دي، دغه هېواد کې ۲۹.۳ ملیونه کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۵۳۲ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو مثبتې پېښې په ملي کچه مخ پر کمېدو دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې ټول بالغ کسان به د مۍ تر لومړۍ نیټې واکسین لپاره مستحق وي، نوموړي اعلان وکړ چې هېواد به د خپلواکۍ تر ورځې چې د جولایي ۴مې نیټې سره سمون خوري نورمال حالت ته راشي.

هغه دمخه ویلي وو چې امریکا به د روانې میاشتې تر پای پورې د هر بالغ لپاره کافي اندازه واکسین ولري، ځکه چې د نوموړي د اعلان له مخې د جانسن او جانسن شرکت نوي تصویب شوي واکسین به هم پراخه کړي.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې هغه به د خپلو ۶۰ کاري ورځو په جریان کې د ۱۰۰ ملیونه ډوزه اداره کول خپلې موخې ته ورسوي، «دا کار د نړۍ کوم بل هېواد نه دی کړی، هیڅ نه».

ددې سربېره د عامې روغتیا پوهان لا هم خبرداری ورکوي چې که څه هم واکسین ګړندي کوي خو خلک فزیکي واټن ساتلو، د عامې روغتیا لارښوونو تعقیبولو ته اړتیا لري تر څو د ویروس احتمالي خپریدو مخه ونیسي.

دوی دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې بل لوري ته یې په یو شمېر ولایتونو کې د اقتصادي وبا رامنځته کېدلو له ویرې د سوداګرۍ پرانیستلو او د ماسک لرې کولو پریکړه کړې ده.

د اسوشیټيډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، د امریکا په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر کمېدو دي چې د ایالتونو والیانو په تېرو دوه اونیو کې داسې ګامونه پورته کړي تر څو محدودیتونه پای ته ورسوي او یا هم اسانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx