روغتیا

کرونا: اردن کې د اکسیجن نشتوالي ۷ ناروغان وژلي، او د روغتیا وزیر استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د اردن روغتیا وزیر په داسې حال کې له وزارته استعفا وکړه چې د اکسیجن نشتوالي له کبله په یوه روغتون کې د کرونا ۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اردن دولتي رسنۍ وایي، دغه پېښه د اردن پلازمینې عمان لویدیځ ته په ۲۳ کیلو مترۍ کې په یوه روغتون کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د پاملرنې څانګه کې د اکسیجن نشتوالي له کبله رامنځته شوې ده.

د اردن هېواد لومړي وزیر «بشار الخساو» په دې تړاو د روغتیا له وزیر «نذیر عبیدات» څخه وغوښتل تر څو له دندې ګوښه شي.

د اردن پاچا عبد الله دوهم موافقه کړې چې د کورنیو چارو وزیر مازن عبدالله هلال الفرایه دې اوسمهال لپاره د روغتیا وزارت په غاړه واخلي.

له یادو پېښو وروسته د روغتونونو مخې ته د ناروغانو لسګونه کورنیو لاریونونه پېل کړي چې له مخې يې پولیسو او امنیتي پرسونل هم مداخله کړې ده.

د راپورونو په وینا، د کرونا ویروس ناروغانو وارډ پرته د تحویلي او د پاملرنې څانګه هم نږدې د یو ساعت لپاره د اکسیجن د نشتوالي سره مخ شوې خو د مړینې لامل نه ده شوې.

د اردن د روغتیا وزیر وویل، لا څرګنده نه ده د اکسیجن نشتوالی ولې رامنځته شوی خو د پېښې د لامل په اړه پلټنې روانې دي. راپورونه وایي چې د روغتون دوه چارواکي د پېښې د لامل کېدو په تور نیول شوي دي.

د اردن د عدلي طب عمومي مشر ویلي، «د مړو شویو ناروغانو عمرونه د ۴۰ او ۸۰ کلونو تر منځ وو په داسې حال کې چې د سږو ناروغې یې هم درلودې».

د اردن روغتیا وزارت چارواکي عدنان عباس ددغه هېواد پترا خبري اژانس ته په لومړیو کې ویلي وو، چې ټول مړه شوي ناروغان د کرونا ویروس څانګې څخه دي.

اسوشیټيډ خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي چې د ناروغانو کورنیو د یو شمېر ناروغانو لپاره په خپله اکسیجن چمتو کوه.

دوی وویل، د ګڼ شمېر ناروغانو مور او پلار د خپلو ناروغانو ژوند وژغوره خو ځينې نور د خپلو ناروغانو د مرګ شاهدان وو.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې له پېښې وروسته د اردن پاچا عبد الله دوهم د روغتون څخه لیدنه وکړه.

باید وویل شي، د کرونا له پېله تر ننه په اردن کې له ۴۶۰ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي په داسې حال کې چې ۵۲۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اردن چې شاوخوا لس ملیونه نفوس لري، د جنوري راهیسې په کې د کرونا پر وړاندې واکسیناسیون هم روان دي، خو لا هم په دغه هېواد کې ګڼ شمېر محدودیتونه پلي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx