افغانستان

څرخي پله زندان کې یو هلمندی بندي د «چړو» په ګوزارونو وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د څرخي پله په مرکزي زندان کې د زندانیانو ترمنځ شخړه کې د هلمند ولایت اوسېدونکی یو زنداني د پنجشیري زندانیانو لخوا د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د زندانونو د تنظیم ملي ادارې ویاند فرهاد بایاني وايي، دغه نښته تیره شپه د شپږ او اووم بلاک د زندانیانو ترمنځ پېښه شوې ده، چې د زندان د ساتونکو په منځګړیتوب پای ته رسېدلې ده.

نوموړی زیاتوي په دغه پېښه کې څلور تنه زندانیان ټپیان شوي هم دي، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

بایاني ددې نښتې په هکله نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو د پېښې په هکله د پلټنو پیلولو خبر یې ورکړی دی.

له بل پلوه د څرخي پله زندان څخه څو تنو زندانیانو نن ټکي اسیا ته په را استول شوو غږیزو پیغامونو کې ویلي، چې وژل شوی د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ «چهارباغ» کلي اوسېدونکی او په څرخي پله زندان کې ددې ولایت د بندیانو نماینده نجیب الله ولد جنګي د بور لسمی نومیږي.

د بندیانو په خبره اتو تنو پنجشيریانو په نجیب الله په داسې مهال د چړو په واسطه برید کړی، چې نوموړی د قدم وهلو لپاره ایستل شوی ؤ.

بندیان وايي، په دغه پېښه کې نجیب الله بندي ځای پرځای «شهید» شوی او څلور تنه نور بندیان سخت ټپي شوي، چې دا مهال ۴۰۰ بستریز روغتون ته انتقال شوي دي.

دا مهال د زندان ټول بلاکونه د پولیسو لخوا محاصره دي او هڅه کیږي چې د بندیانو ترمنځ د لازیات تاوتریخوالي مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

وایی چی بد ګرځی بد به پرزی. څوک یی وژلی وه چی ووژل شو؟

pattang

څوک چې د قاتل پلوي کوي په هغه د # وي ! څوک چې قدم وهونکی انسان وژني په هغوی د هم ## وي ، ددې جنایتکارو او ًقومي کینه ګرو وخت را نږدې‌شوی دی ، په هغه پښتون د هم #ت شي چې د خپل قام او ټبر پښې په تبرګي باندې وهي !

دوکتور غروال

pattang johna پر طوطی باندی د تاسو تنقید پر ځای دی اما pattang john له کومه وخته د پښتون قوم او ټبر سره د همدردی او ملګرتیا پیدا شوه ؟ دا د ما لپاره نوی دی !!!

Pattang

ته کریم جانه تا لا دسومبکو د خوراک نه وې چې زه مسلمان او کلک پښتون وم خو ستا چاپلوسي همایوني ته نه دین شوه نه دنیا !!

دوکتور غروال

pattang johna بلی دا درسره ومنم چی قیدانی ئی او پښتانه قیدانان سنګسار کوی پس د پښتنو څخه ډیر لیری ځان ساته که داسی ونکړی نو پتنګی به دی هم په خیر رانشی !!!

غوربندی

بیا دې هم مښکومه په مردارۍ کې وهلې ده.

عبدالروف

داسی ښکارې چې ته طوطې نه ٗ لو۔۔۔۔ ئې . که نه هیڅ با ضمیره انسان او بیا پښتون سړی ٗ په دی پیښي ٗچې په هغه کې د پښتنو پیژندل شوي دښمنان (شورای نظار) لاس وې ٗ داسی بد او رټلی نظر او فکر ولرې. د پښتنو سینی دتاسو منافقو او خبیثو پښتنو په مرمی سورې ٗ سورې دې. ته او تا ته ورته ډوزماران د نسټوړی ماران یاست.

دوکتور غروال

حتی قاتل پنجشیریان خپل مسلکی قتلونه په بندیخانی کښی هم د خپلو تعصبونو او تفریقو په بنیاد اجراکوی دا جرأت دی خائينینو ته جاسوسانو کرزی او غنی ورکړۍ دی !!!!

Pattang

دا تحفې خو ستا د همایوني کارونه دي چې پنجشېری هم لا # ټاکلی وو!!

دوکتور غروال

pattang johna کله چی د خلیلزاد او ای ایس ای خوشۍ کړې نو ناری دی وهلی چی مونږ د ظاهرشاه لښکر یو او دا پنجشیران د ستا بادار خلیلزاد ټاکلی دی کله چی په ټيټو سترګو دی میدان دوی ته خوشۍ کړ، د ستا په مسلمانی او پښتونوالی شک موجود دی !!!!

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x