افغانستان

مجاهد: د «مجاهدینو» اجسادو ته سپکاوی کول «ټیټ» عملی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): طالبانو په کاپيسا ولایت کې د دولت پلوه ملیشو او عسکرو لخوا د ۲ طالب جنګیالیو جسدونو ته «سپکاوی» کول غندلی او دا کار یې غیر انساني عمل بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، دا کار د کابل حکومت د چارواکو په هڅونه او لمسونه د سیمه ییزو «ملیشو» ترسره شوی دی.

مجاهد دغه کار د خپل «دښمن» د «ټیټو» او «غیر انساني» اخلاقو ښکاره بېلګه بللې ده.

تیره روځ د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي لومړۍ حوزه کې د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې آمر لومړی څآرن مستقیم خان د دوو تنو طالب چریکانو لخوا ووژل شو، چې وروسته دغه دواړه طالب جنګیالي په سیمه کې د دولت پلوه ملیشو لخوا له نیولو وروسته وژلي او په عامه ځای کې په ونې پورې ځړولي وو.

د طالبانو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو او بشري حقونو فعالانو هم دغه پېښه غندلې او په پېښه کې د ککړو کسانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

د ټولنیزو رسنیو فعال نصرالله زیار وايي، که چیرته دغه کسان رښتیا هم د لومړي څارن مستقیم خان په قتل کې ښکېل ثابت شوي وو، نو باید محکمې ته سپارل شوي وو، نه داچې په صحرايي توګه ووژل شول او بیا د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف یې جسدونو ته سپکاوی وشو.

نوموړي داسې ویلي: «د دولت او قانون په موجودیت کې د تورنو کسانو په صحرايي توګه وژل، په لوی لاس په قانون او دولت باندې ملنډې وهل دي.»

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د وژل شوو طالب جنګیالیو جسدونو ته سپکاوی کوي، بلکې تردې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې طالبانو سخت انتقامي بریدونه ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx