شعـــــرونه

لکه باران چې راوريږي پاس د غره په اوربل/ بدري

اسد بدري

لکه باران چې راوريږي پاس د غره په اوربل
ورک طالب جان مې راورېږي نن د زړه په اوربل

له دردو ځانګم په اوږو د یادو بار ګرځوم
لکه شمال شي تاو راتاو د چناره په اوربل

د ګړنګ یخه پخه غیږه سوړ شمال د ژمي
اخ لګېدلي به یې څومره وي ساړه په اوربل

د مبارک عِشَقْ اثر دی چې ځوانۍ ځاروي
خدای پامانۍ لیکي زلمي د ژوندانه په اوربل

ځار ليونۍ ازادۍ ولې مروره ګرځې
ستړې ستومانه یو یو ځل مو کړه ویده په اوربل

هغه زلمي رانه زړګی اسد بدري وړی دی
چې یې تاوکړې وه په مینه کلیمه په اوربل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx