نظــر

د حوت دريمه اونۍ؛ منصوري وياړونه

عبدالرقيب رقيب

کله چې:
کله چې د افغانستان د نوک او ورۍ ترمنځ ځای نيوونکي دښمن د مکتب او مدرسې ترمنځ د فاصلې او دښمنۍ جالونه غوړول او کله چې ډيرو )په نوم افغانانو( همدغه جال ته پراخي ورکوله، د دوو افغاني مټو ترمنځ تقابل او ټکر ته يې کار ويلی و!.

هماغه وخت شهيد مولوي نصر الله منصور، عملاً د همدغو دوو لاسونو اشتباک جوړ کړ او د دغو دوو ميندو اولادونه يې د حقيقي دښمن په وړاندې په يو سنګر او يو منبر کې اوږه په اوږه ودرول.

کله چې:
کله چې نورو افغان بچیان د امريکا منتر ته رامول، د امریکا د دوستۍ اوراد يې ورباندې کوف کول او د زمرو د بچو په زړونو کې يې د امريکا د غلامۍ ارواګاني پوکلې!.
هماغه وخت د منصور د «نحن الحق» نارو د افغان ځوانانو د ګوګل برجونه ويښول.

منصور و چې افغان میړنو بچو ته يې د عرشه نازل شوی دغه ارشاد زمزمه کاوه:
«وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِى ٱلْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ ﴿٧٣﴾ الأنفَال-٨
ژباړه: كوم كسان چي کفر يې کړی، هغوى يو د بل حمايت كوي. كه تاسې دا (په خپلو مينځونو کې دوستي) ونه کړئ، نو په ځمکه کې به فتنه او ستر فساد راولاړ شي.

هماغه وجه ده چې درې لسيزې وروسته د امريکايي معاشخورو او نيويارک ساتونکو له لاسه په منصوري فکر سمبال محصلين په خپل کور او خپل ديار کې وژل کيږي، د هندي چورلکو نه په امريکايي مردکو يي ايماني سينې غلبيلېږي!.

بلخوا په ايمان سمبال، د شاهيکوټ د زمرو غوندې ګګر او د غازي اکبر خان په جامو ښايسته محصلين د مبارکو ږيرو په هر تار د دښن سترګې ګنډي. افغانۍ جامې يې دښمن ته کفن وريادوي، د حسان بن ثابت اشعار يې دښمن ته جهنمي مطرقې دي.

له طالب او مدرسې سره ايماني ورورولي يې دښمن ويلې کوي؛ داسي لکه دجال چې له عيسی عليه السلام نه ويلي کيږي!.

د منصور د نارو برکت دی چې د عصر د فرعون په وړاندې د حق تاريخ بيا راوګرځېد.
د عصر فرعون ګوته په غاښ، حيران ولاړ دی چې څنګه هغه ماشوم چې د ده په مړۍ لوی، ددۀ ترلاس لاندې تربيه او ددۀ په ماڼۍ کې ځوان شو، موسی شو!؟

اګر که ځينې نا اهله همدغه موسی ته د هماغه نا اهله خطاب کوي چې ﷲ ﷻ يې په قران کې يادونه کړې: «إِن تُرِيدُ إِلَّآ أَن تَكُونَ جَبَّارًا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلْمُصْلِحِينَ»
خو بياهم عصري فرعون د خپل روزل شوي موسی د لاسه لالهاند او عرش يې په لړزو ده!.

کله چې:
کله چې په افغان جهاد کې د امریکې او د هغې تر لمن لاندې هيوادونو مرستې معيار وې، چاته چې به لويه برخه رسيده هماغه لوی خلک ګڼل کیده، چاچې به د امريکې ښه شکريه اداء کوله هغوی ته لويه برخه ورکيده!

خو منصور هماغه وخت هم د «نحن الحق» نارې وهلې او د امريکې مرستې يې معيار نه بلکې هغه فرعوني معاش غوندې ګڼلې چې د موسی مور ته د موسی په رضاعت ورکيده!

کله چې:
کله چې د هيواد واکمنۍ ونډۍ شوه او ډيرو په وزارتونو هم قناعت نه کاوه، غوښتل يې په هرصورت تر ارګه ورسيږي.

هماغه وخت مدبر شخصيت، د حکمت او شجاعت سمبول، اتل شهيد، مولوي نصر الله منصور د حقاني رحمه الله ترڅنګ د حق په اذان پاڅيد او ايماني اخوت بیدارولو تر داره ورسول.
تقبله الله تعالی نحسبه كذلك والله حسيبه.

کله چې:
کله چې ځينو د پرديو په لاس روزل شويو د شوروي بچندرو ګرانې مور )افغانستان هيواد( ته پردي ټانګونه راوبلل، افغان سپېڅلې خاوره يې د وخت فيل ته هواره کړه او افغاني غرور يې د شوروي پښو ته وغورځاوه…

منصوريانو هماغه غنيمت شوي ټانګونه د افغانستان د سپينو کوترو وزرونه کړل او د طالب په قيادت يې د هيواد له جنوبه تر شماله د وحشيانو پاټکونه پرې هوار کړل.

کله چې:
کله چې بدمرغه ټپوسانو د افغانستان په معرکه کې وريت شوي افغان جسدونه خوړل، چا يې له پيغلو سينې پريکولې او بيايې د هلکانو په بڼه ورسره ګرزولې! چا يې د ميندو د زيږون نندارې کولې او ځينو يې په سرونو ميخونه ټک وهل…

د وخت پاچا سلامت، غير مکلف واجب الاحترام، له ارګه نندارې کولې، د سولې کوترې يې د ټپوسانو مقابلې ته په ملا ټکولې او طالبان يې د سولې کوترې ګڼلې…

هماغه وخت منصوريانو خپل غنيمت شوي ټانګونه سره له خپلو انجنیرانو د طالب په واک کې ورکړل، کوترې بازان شول او ټپوسان يې د امپراتوریو له هديرې وشړل…

کله چې:
کله چې د اظهر ځينې شیخانو د جهاد ټيکه دارانو او بالآخره د امريکې مزدورانو بيت المال شخصي مال ګڼل او د يو پاټکوال په حيث يې د رسول الله ﷺ له دغه ارشاد نه استدلال ولجه کاوه؛ چې فرمايې «ﻣَﻦْ ﻗُﺘِﻞَ ﺩﻭﻥَ ﻣﺎﻟِﻪ ﻓﻬﻮ ﺷﻬﻴﺪٌ». او په دغه بهانه يې د اسلامي امارت په وړاندې مقاومت کاوه…

هماغه وخت د شاهي کوټ زمری، د امريکايانو قاتل او د افغانستان له اسمانه شيطان ويستونکي ستوري؛ شهيد سيف الرحمن منصور د امارت يو ادنی مامور ته آن د خپل سر ويښتان تسليم کړل.

سيف الرحمن منصور د امارت په صفوفو کې د جهاد له لومړۍ کرښې د راتګ په حال کې و چې د امر بالمعروف شعبې يو نفر يې مخ ته ودريد، ورته يې وويل چې د امارت په صفوفو کې د اوږدو څڼو اجازه نشته خو ستا په اوږو پرتې دي!.

منصور ورته وويل : سمه ده؛ چې ځای ته ورسيدم کمې به يې کړم.
خو نفر ورته وايې چې زموږ کاروبار نغد ده، په پور نه چليږو؛ همدا اوس راته کښېنه چې ويښتان دي اصلاح کړم!

منصور خپل هغه سر ورته ټيټ کړ چې په ژوند او مرګ يې د ﷲ ﷻ نه سوا بل چاته ټيټ کړی نه دی. هغه مامور يې ويښتان ورنه پرې کړل!.

کله چې:
کله چې د افغانستان په زرینه فضاء امريکايي کجيران راغلل، له ډيرو يې د ايمانونو لمر تت کړ او قبله يې ورنه ورکه کړه…
د افغانستان په مبارکه خاوره کفري پړانګانو غوبل جوړ کړ او افغاني ولسونه يې لکه هوسۍ يو يو کړل…

بي دينه او لا مذهبه خلک ورته په سجده شول او داسې يې انګيرله چې امريکا په توره شپه په ښوانده پرښه د تور ميږي پل ويني او د پښو ترپا يې اوري!

امريکا هم اعلانونه کول چې له فضاء څخه په ځمکه يو انچ شئ ليدلی او په نښه کولی شي!

د هرچا په زړونو د امريکا وېره ننوتې وه…

هماغه وخت سيف الرحمن منصور د حق ناره اوچته کړه؛ د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ملاقات ته يې ځان ورساوه، ورنه يې د سنګر جوړولو اجازه ترلاسه کړه، بيا يې په سيمه کې ګزمې وکړې او د وخت د نمرود مقابلې ته يې ابراهيمي ملت پاڅاوه…

منصور پوهيدۀ چې د نمرود په دغه مست حالت او د خدايۍ د دعوې په وخت کې د هغه په وړاندې مقابلې ته راوتل يې د ټولې کورنۍ د قربانۍ په معنی ده.

منصور پوهيدۀ چې امريکا ته په دغه وخت کې له هرڅه نه مهم د خپل قدرت په اړه د خپلو تبليغاتو ساتنه ده او څوک چې غواړي د امريکا د تبليغاتو په وړاندې خنډ شي هماغوی به د ابد لپاره له صحنې ويستل کيږي…

منصور پوهیده چې په اوسني حالت کې له امریکا سره مخامخ ډغره يې د ژوند د وروستي پړاو معنی لري.

نژدې ټوله نړۍ د امريکا د دبدبې او هيبتناکو ګوزارونو نه په لړزه وه، يو قيامت جوړ و هرچا نفسي نفسي نارې وهلې!

منصور هماغه وخت فيصله وکړه چې د امريکا د تبليغاتو ښکر به ماتوي.

منصور فيصله وکړه چې د نړۍوالو خصوصاً افغانانو اشغال شوي ذهنونه به د امريکا له يرغل نه آزادوي.

منصور جهان ته ور ښودل چې د امريکا په وړاندي مقاومت محال نه ده، بلکي عملي ده.

منصور په ډير جرئت د امريکا د تبليغاتو ښامار ته راووت او د شاهي کوټ په درو کې يې د هغه پاډې پاش پاش وغورځولې.

د امريکا په جنګ کې نيم په نيم رول د تبليغاتو و، چې د شاهي کوټ معرکې يې همدغه نيم جنګ وننګاوه.

د شاهيکوټ په معرکه کې منصور فدا شو خو مظلومو افغانانو ته يې د امريکا په وړاندي د مقاومت روح ورکړ.

امريکا په خپل بريد سره د افغانستان فضا د افغانستان ځمکه او د افغانانو ذهنيتونه اشغال کړي و.

منصور د شاهيکوټ په يوه غزا سره د افغانانو ذهنيتونه فتح کړل، آزادي يې ورته واخيسته او د نورو دوو اشغالونو د محو لپاره يې انګيزه ورکړه.
منصور شهيد شو او روح يې د هرافغان په سينه ننوت.

په شاهيکوټ کې منصور خپل بدن ټوټه ټوټه کړ خو افغان جهاد يې مجسم او منسجم کړ.
د مجاهدينو اوسنۍ ژوندۍ انګيزه د منصور روح ده او نه پاشل کيدونکی صف يې منصوري بدن.

نحسبهم كذلك والله حسيبهم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx