نړۍ

غیر صحي چاپېریال او ګرمي؛ د یو میلیون وزیرستاني مهاجرینو ژوند د ګواښ سره مخ کړی

نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۳): دا مهاجرین چې اکثریت یې ماشومان او ښځې دي، د زیاتې ګرمۍ، غیر صحي چاپيریال او روژې میاشتې له کبله یې تر نیمی زیات د مختلفو ناروغیو سره مخ دي.

د خیبر پښتونخوا د مهاجرینو د ثبت کولو اداره وايي چې د تېرې شنبې په ورځ ددوی سره ټولټال 910،122 مهاجر ثبت شو، چې بشپړ اکثریت یې د مختلفو ناجوړیو سره مخ دي.

د ثبت شویو مهاجرینو د کورنیو شمېر 80،122 دی، چې په هغو کې 235،499 نارینه، 261،734 ښځې، او 393،636 ماشومان دي.

باید وویل شي چې دا هغه مجاهرین دی چي نومونه یې ثبت شوي، بل خوا هغه مجاهرینو شمېر هم زیات دی چی لا یې نومونه نه دي ثبت شوي، او هغوی له خپلو خپلوانو سره کورونو کې میشت شوي دي، او یا یې کورونه کرایه کړي.

دهغه شمېر څخه چې حکومت اعلان کړي، تر نیمی زیات مهاجرین یې د خراب صحي چاپېریال او ګرمې هوا له امله د ډیرو ناوړو ناروغیو سره مخ دي، چې هغو کې جلدي، نس ناستي، او د تنفسي ناروغی د یادونې وړ دي.

دا هغه ناروغۍ دي چې د اوږده مهاجرت، په ګرمه سیمه کې استوګنه، او له خراب صحي ماحول له امله په مهاجرینو کې زیاتې شوي، هغه ناروغۍ چې د زړو خلکو سره له مخکې وي او یا ماشومان، ښځې، او نارینه په وزیرستان کې پرې اخته شوي وه، د هغوی شمېرنه نه ده شوې.

د پاکستان د ډان نیوز خبري پاڼه وايي چې روغتونونو ته په سلګونو کسان را روان دي، کوم چې د نس ناستي، تنفسي او نورو مختلفو ناروغیو شکایت لري، خو په روغتونونو کې هم ددومره زیات شمېر ناروغانو لپاره ځای نه کیږي، او نه ددومره ډیرو او مختلفو ناروغیو لپاره اکثره روغتونونه مجهز دي.

مهاجرین وايي چې دوی په یوه خیمه کې د شلو څخه تر پنځه ویشتو کسانو پورې په یو غیر صحي چاپېریال کې ګوزاره کوي، چې له کبله یې اکثره ناروغۍ د اوسیدونکو تر منځ یو بل ته انتقالیږي.

هغوی زیاتوي چې د وزیرستان اکثره مهاجر د بنو غوندې چاپېریال او ګرمۍ سره نا بلده دي، چې له کبله یې دلته هستوګنه ورته ډېره ګرانه ده، هغوی دومره سخته ګرمۍ هیڅ نه شي ګاللی.

باید وویل شي چې څه موده مخکې په وزیرستان باندي د پاکستان فوځ یو ناڅاپه برید پيل کړ، چې په لومړي کې ډیري سیمي بمبار کړي، او بیا یې ځمکني عملیات پیل کړل، چې له کبله یې دغه مهاجرینو ته دومره زمینه هم نه شول برابره چې د خپلو کورونو څخه خپل قیمتي او د ضرورت توکي را بار کړي.

د وزیرستان مهاجرین له یوې خوا د پاکستان د فوځ بمبار، او له بلي خوا په لسګونو کیلو متره پيدل مزلونو کړي او په خرابو لارو باندي د بیکارو موټرو په ذریعه تر بنو رسیدلې، چیري چې د پاکستان حکومت ورته په یوه ګرمه صحرايي سیمه کې کمپونه جوړ کړي.

دا کمپونه له مخکي مجهز نه وو، بلکي د عملیاتو د پیل کېدو ورسته په ډېره عجله جوړه شوه، چې تر اوسه لا هم د اوبو، تشنابونو او د خیمو د کمښت سره مخ ده.

د یادو ستونزو له کبله د وزیرستان مهاجر له ډیرو سختو شرایطو سره مخ دي، که له یوې خوا د پاکستان حکومت او فوځ د غربي او شرقي نړۍ څخه ددغه عملیاتو کریډټ اخلي، له بلي خوا ټول اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو او تنظیمونه د وزیرستان د مسلمان ولس سره په خوله هم غم شریکي نه ده کړې.

عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
vesal

ای دسوبه سرحد (وزیرستان ،خیبر ،میرانشاه، دغسی دپښتنو علاقو اوهم دسوبه بلوچیستان ګرانو پښتو اوبلوڅان له افغانستان مو سلامونه قبول کړی بیا دا د یو ه افغان په صفت یوه ګیله او توصیه زموږ افغانانو خصوصا پښتتنو وروڼو واخلی هغه داچی تاسی یاست چی زموږ پرکورونو یهودان او هم دنړی سر سخته کافران راو ختل دا ټول ستاسی له لاسه ومونه ویل چی ولی زه به درته ووایم هغه داسی چی تاسی دغه تور مخو پنجایانو ته لاری ورکړی چی سرحد او بلوچستان ته راشی وګوری ستاسی په هره دره کی دانګریز قانون چلیږی خو بیا هم تاسی کی یو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x